1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د مهاجرو ماشومانو د لادرکه کيدو پيښې کمې شوي دي

۱۳۹۶ شهریور ۶, دوشنبه

په آلمان کې د لادرکه شويو مهاجر ماشومانو او تنکي ځوانانو په شمير کې ښکاره کموالی راغلی او د رسمي وړاندې کړل شويو ارقامو له مخې، د تيرکال په پرتله د لادرکه شويو مهاجرو شمير يو پر څلورمه را ټیټ شوی دی.

https://p.dw.com/p/2izLn
Griechenland Flüchtlinge auf dem Weg zurück nach Syrien
انځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidis

يوې آلمانۍ ورځپاڼې په خپل يوه تازه رپوټ کې ويلي دي چې د هغو تنکيو ځوان مهاجرو شمير چې آلمان کې د لادرکه شويو په توګه ثبتيږي، د تيرکال په پرتله ډير ټیټ شوی دی.

د « نويه اوسنابروکر څايتونګ» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې په دې هکله ليکلي دي چې اوسمهال په آلمان کې ۶ زره او ۵۰۶ تنه ماشومان او تنکي ځوانان (له ۱۸ کلنۍ څخه د کم عمر درلودونکي افراد) د لادرکه شويو په توګه ثبت شوي دي. دا هغه مهاجر دي چې د خپلو والدينو پرته آلمان ته راغلي دي

دغه آلمانۍ ورځپاڼه د آلمان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د ادارې لخوا د ورکړل شويو ارقامو پر اساس زیاتوي چې سږکال د هغو تنکيو ځوانو مهاجرو شمير کوم چې د لادرکه شويو په توګه ثبت شوي دي، د تيرکال په پرته يو څلورمه برخه ټيټ شوی دی.

د يوې څيړنې پر اساس، د جون مياشتې تر لمړۍ نيټې پورې په لادرکه شويو ځوانو مهاجرو کې ډیری يې هغه افراد دي چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۷ کلونو تر منځ دي. له دوی څخه يوازې ۹۴۵ تنه يې مهاجر ماشومان دي.

افغان مهاجر پیمان محمدي چې څو کاله يې د مهاجرو په کمپ کې تير کړي دي وايي چې د لادرکه شويو مهاجرو په اړه چې آلمان کې تل کوم ارقام خپريږي، نشي کيدای چې دقيق وي، هغه وايي: « کله چې يو مهاجر د رد ځواب ترلاسه کوي، پرته له دې چې اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، خپلو خپلوانو سره يې يوځای کيږي او کله چې څيړنه کيږي هغه د لادرکه شوي په توګه ثبتيږي.»

د آلمان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پوليسو وياند هم د لادرکه شويو ځوان مهاجرو په شمير کې د کموالي د رامنځ ته کيدو ځينې لاملونه په ګوته کوي او وايي چې: « ډیری ځوان مهاجر چې د لادرکه شويو په توګه ثبتيږي، وروسته بيرته پیدا کيږي. بل لامل دا دی چې اوس وخت کې لږ شمير مهاجر آلمان ته داخليږي.»

Griechenland Europa Migration
اروپا ته ګڼ شمیر داسې تنکي مهاجرین هم راغلي چې د بلوغ قانوني عمرونه یې نه دي پوره کړيانځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

پيمان محمدي هم په دې اړه خپلې تجربې شريکوي، هغه وايي: «کله چې په کمپ کې وم، ځينو به ويل چې غواړو سويډن، ډنمارک، فرانسې يا لندن ته ولاړ شو، خو دوی به مسئولينو ته هيڅ هم نه ويل. هلته به يې هم په بل نوم ځانونه راجستر کړل او یا به تر شپږ او اوه مياشتو پورې پټ پاتې کيدل تر څو يې په آلمان کې د ګوتو نښې پاکې شوي وي.»

د آلمان د جنايي پوليسو د ادارې د وړاندوينو پر اساس، دغه ډول ډیری قضيې بې خطره دي او هغه په دې دليل چې ډيری هغه ځوان مهاجر چې د ۲۰۱۵م کال وروسته آلمان ته راغلي، په کمپونو کې تر راجستر کيدو وروسته، پرته له دې چې خبر ورکړي، د آلمان نورو سيمو ته سفر کوي او يا بل هيواد ته ځي او هلته بیا له سره د پناه غوښتنې ورکوي.

د پوليسو اداره همدا راز زياتوي چې دغه شان ځوان مهاجرو څو څو ځله خپل ځانونه د مهاجرو په لست کې ثبت کړي دي، ځکه دوی د خپلو هويتونو په اړه مختلف معلومات وړاندې کړي دي.

د ۲۰۱۶ کال اکتوبر مياشتې تر لمړيو پورې شاوخوا ۱۵ زره او ۷۰۰ لادرکه شوي کسان د جنايي پوليسو په اداره کې ثبت شوي ول، خو ډيری قضيې وروسته په خپله بيرته حل شوي او مهاجر پیدا شوي دي.