1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: خلک د کور اضافي شيان مرستندويه ټولنو ته سپاري

۱۳۹۶ اسفند ۲۶, شنبه

د ويزل په ښار کي د مهاجرو سره د مرستې له پاره د کمپلو، قاشقو پنجو نيولې د ماشومانو تر کتابونو او جامو او بوټانو پورې په يو صالون کي ايښودل کيږي. مهاجر له دغه صالون څخه د خپل خوښي څيز وړيا اخيستلای شي.

https://p.dw.com/p/2uVG9
Wesel Unterstützung der Bewohner für Flüchtlinge
انځور: DW/M. Saleh

د آلمان د ويزل ښار د مهاجرو سره د مرستندويه ټولنې په هغه صالون کې چې د خلکو له خوا مرسته شوي شيان په کې ايښودل شوي، د کور هر ډول سامان په کې تر سترګو کيږي. د کمپلو، قاشقو پنجو نيولې د ماشومانو تر کتابونو او جامو او بوټانو پورې. د صالون په منځ کې په موازې شکل لوړ ويترونونه درول شوي چې په منځ کې يې په منظم ډول د کور هر ډول سامانونو ايښودل شوي دي.

د دغې ټولنې مشره چې نه غواړي په رپوټ کې ېې نوم خپور شي وايي چې ۲۷ کاله کيږي چې په دغې ټولنه کې کار کوي.

د سامان د سپارلو او ويش ورځې

هغه وايي: «موږ د سه شنبې ورځ د خلکو د مالونو راوړلو له پاره ټاکلې ده. په دغې ورځ خلک موږ ته شيان راوړي او موږ يې بيا د هرې مياشتې په لمړنۍ سه شنبه پر مهاجرو ويشو.» هغه وايي چې خلک دوي ته د کور هر ډول شيان، راوړي. دغه ميرمن په دې اړه زياتوي: «خلکو له خوا راوړل شوي شيان بايد پاک او د کار اخيستلو وړ وی، يعنې تخريب شوي نه وي.»

له دغې ميرمنې سره په دفتر کې درې مهاجرې ښځې هم له په داوطلبانه توګه کار کوي. دوي د سوريې، ترکيې او عراق هيوادونو څخه دي. د ټولنې د مشرې په وينا په دغې ټولنه کې ټول کارکونکي پرته له تنخواه، په رضاکارانه توګه کار کوي. دغه ښځې هم نه غواړي چې ورسره مرکې وشي، خو له ظاهره يې ښکاريدې چې له کاره يې خوښې او دغه راز يې د ژبې په زدکړه کې هم ورسره مرسته کړې ده. دغه مهاجرې ميرمنې چې د ټولنې له مشرې سره په آلماني ژبه خبرې کوي، دنده يې دا ده چې د خلکو له خوا وروړل شوي شيان په خپلو اړوند الماريو او ويترينونو کې کيږدي تر څو د ويش پر يې اخيستل مهاجرو ته اسانه وي.

د مهاجرو شمير لږ شوی

د ټولنې د مشرې په وينا، تيرکال دوي په مياشت کې دوه ځلې د ويش پروګرام لرود، خو اوس چې د مهاجرو شمير لږ شوی دی يوې ورځې ته يې راښکته کړی دی. هغه وايي د موادو د ويش په ورځ مهاجرو ته په نوبت ګودام ته د دننه کيدو اجازه ورکول کيږي، هر څوک په د ټاکلي وخت کې کولای شي د خپلې خوښې او اړتيا وړ شيان واخلي او بيا بل مهاجر ته وخت نوبت ورکړي.

اتلس کلن نيکمل درې کاله مخکې له افغانستان څخه آلمان ته راغلی دی. دی وايي هغه مهال چې تازه د آلمان ويزل ښار کې ته راغلی وو د دغې ټولنې مرستې ورته ډيرې موثرې واقع شوې وې. خو هغه نن خپله هغه په يوه شنه لويه پلاستيکي کڅوړه کې له کوره اضافي شيان راوړي تر څو يې د ټولنې مسئولې ته ورکړي. نيکمل وايي: « نن د سه شنبې ورځ وه، ما يو اندازه اضافي کالي راوړل، په دې کې جمپرونه، پتلونونه او نور د اغوستلو شيان دي. ښه دي، ډير زاړه نه دي، کار ورکوي.»

دا مرستې څومره موثره دي؟

نيکمل د دغې ټولنې کار ډير موثره ګڼي په ځانګړي توګه د هغو مهاجرو له پاره چې تازه آلمان ته رسيږي، ځکه په وينا يې هغه مهال مهاجرو سره دومره پيسې نه وي چې هر شي له بازاره راونيسي. دی وايي درې کاله مخکې هغهه مهال چې دی له خپلې کورنۍ سره په يو هايم کې اوسيده د دغې ټولنې مسئوولينو ورته خبر ورکړ چې د مرستو ترلاسه کولو له پاره ورشي.

خو دا هم د يادولو ده چې په آلمان کې ټول خلک د خپلو کورونو اضافي شيان په دا ډول مرستندويه سازمانونه ته نه انتقالوي. ځکه له يوې خوا خلک ورته وخت نه لري او له بل لور په سازمانونو او ټولنو کې يې هم ګنجايش نه وي. ډيری آلمانيان او حتی په خپله مهاجر چې يو څو کاله يې په آلمان کې تير کړي وي، خپل د کور اضافي شيان لکه کوچونه، الماريانې، زاړه ماډل تلويزيونه، يخچال او نور شيان له کوره بهر سړک غاړې ته راوباسي چې بيا د ښاروالۍ لخوا انتقاليږي. خو باندې تر راوښکلو د مخه بايد ښاروالۍ سره خبره شوې او وخت ټاکل شوی وي. ډيری وخت خلک يوه ورځ مخکې خپل توکې بهر راوباسي تر څو اړمن کسان وشي کړای په کې خپل د اړتيا توکې پيدا او يوسي.

م.ک.ص