1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کي د پناه غوښتنو د دوسيو بهير «خواشينی کونکی» دی

۱۳۹۶ مرداد ۲۲, یکشنبه

د آلمان د مهاجرت اداره يو ځل بيا د مهاجرو له حقوقو څخه ملاتړکونکو سازمانو لخوا تر نيوکو لاندې راغله. د نيوکو دليل، د مهاجرو دوسيو څيړلو په برخه کې له مخکې ټاکل شويو اهدافو ته د ائتلافي حکومت نه رسيدل په ګوته شوي دي.

https://p.dw.com/p/2i8WW
Symbolbild - Asyl beantragen
انځور: picture-alliance/dpa/arifoto UG/M. Reichel

آلماني ورځپاڼو «دې ولت» او «نورنبرګر څايتونګ»، د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د آلمان د مهاجرت اداره (BAMF) د ائتلافي حکومت لخوا د مهاجرو دوسيو د چټکو څيړنې په برخه کې له مخکې ټاکل شويو اهدافو کې بيرته پاتې ده. حکومت لخوا د روان کال په جنورۍ مياشت کې د ټاکل شوي پروګرام له مخې، په پام کې وو چې د هغو دوسيو شمير چې د ۲۰۱۶ کال تر پايه (پخوانۍ دوسېې) وړاندې کړل شوې وې، د می مياشتې تر پايه پورې تر ۷۹ زرو پورې راښکته شي.

خو رسمي ارقام ښيي چې د جون مياشتې تر پايه، ۹۷۵۰۰ دوسيې هيڅ تر څيړنو لاندې ندي نيول شوي. دغه رقم د جولاي تر پايه ۸۱۴۰۰ ته راښکته شو.

د يادو دوو ورځپاڼو د رپوټونو پر اساس، د آلمان مهاجرت ادارې هغه ټاکلی وخت چې د ۲۰۱۶ کال دوسيو د څيړلو له پاره يې بايد په نظر کې نيولی وی، ندی رعايت کړی. ائتلافي حکومت دغه وخت په اوسط ډول ۶ مياشتې اعلان کړی وو. د دغې ادارې د جون مياشتې وړاندې کړل شوي معلومات ښيي چې د مهاجرو د دوسيو  څيړل، په اوسط ډول ۱۱ مياشتې وخت نيولی دی. دغه رقم د هغو دوسیو د څيړلو له پاره چې په ۲۰۱۷ کال ورکړل شوی دی، څه کم درې مياشتې وو چې په نسبي توګه ۸۵ ورځو پورې غځيدلی دی.

په ټولنه کې د «ادغام» په برخه کې هم د آلمان د مهاجرت ادارې لاسته راوړنې د ټاکل شوي پروګرام له مخې ښې ندي. په پام کې وه چې په روان ميلادي کال کې لږ تر لږه ۴۳۰ زره مهاجر وشي کړاي د ادغام په کورسونو کې ګډون وکړي. خو د يادې ادارې د معلوماتو له مخې د جولای مياشتې تر پايه، يوازې ۱۶۰ زره مهاجر له دغو امکاناتو څخه برخمن شوي دي. د دې سربيره په پام کې وه چې مهاجر بايد په کورسونو کې د منلو تر وخته له  ۶ اوونيو څخه زياته موده په انتظار کې پاتې نشي. دغه قانون يوازې د کورسونو ۵۴ سلنې غوښتونکو کې رعایت شوی دی.

د رد شويو مهاجرو شکايتې دوسيې

له بل لورې د آلمان په اداري محاکمو کې د رد شويو مهاجرو د شکايتي دوسيو شمير هم لوړ شوی دی. د آلماني محکمو د قاضيانو د اتحاديې لمړي منشي روبرت زګمولر د څيړنې پر اساس، د دغو شکايتي درخواستونو شمير به په روان ميلادي کال کې ۲۰۰ زرو ته ورسيږي. په دې اساس، زګمولر د محکمو وضعيت « خواشينی کونکی» ګڼي.

د دغه کارپوه په خبره، محکمې هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ نوې درخواستونه ترلاسه کوي. هغه وايي: « په دغو معلوماتو کې هغه دوسيې چې څيړل یې پاي ته ندي رسيدلي، منظور شوي ندي». د رابرت زګمولر په آند، د دوسيو د څيړو موده به په راتلونکې کې نور هم اوږده شي.

محکمې په حاضر وخت کې د مهاجرو شکايتي درخواستونو ته د رسيدګۍ له پاره په اوسط ډول ۶ نيمې مياشتې وخت لګوي. په دغو رپوټونو کې راغلي دي چې په دې برخه کې د شلزويګ هولشتاين ايالت اداري محکمو تر ټولو لنډه موده ۴ مياشتې او يوه اوونۍ لرلې ده په داسې حال کې چې زاکسن آنهالت ايالت بيا تر ټولو اوږده موده ۹ مياشتې او ۷ اوونۍ لرلي دي.

د مرکزي افريقا مهاجرو د پناه غوښتنې څيړل په اوسط ډول ۱۶ مياشتې، د يمن ۲۰ مياشتې، بنګلاديش ۱۱ مياشتې او چين نژدې ۲ کاله وخت نيسي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.03.2017):