1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ښایي سوریې ته تورنادو، اکتشافي الوتکې واستوي

۱۳۹۴ آذر ۵, پنجشنبه

د مسیحي دیموکرات گوند د یوه سیاستوال په وینا، آلمان په پلان کې لري چې د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد مبارزه کې د مرستې په موخه سوریې ته اکتشافي الوتکې واستوي. فرانسې د دغي افراطي ډلې پر ضد مبارزه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/1HD5U
Deutschland Luftwaffe Tornado Recce Aufklärungsflugzeug
انځور: picture-alliance/dpa/Pressezentrum Luftwaffe

د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل د مسیحي دیموکرات گوند د دفاعي چارو کارپوه د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې آلمان به سوریې ته اکتشافي الوتکې واستوي، څو په خپل سر د نومول شوي «اسلامي دولت» ډلي پر ضد مبارزه کې مرستې وکړی شي.

د آلمان په پارلمان (بوندستاگ) کې د مسیحي دیموکرات/ مسیحي سوسیال اتحاد د دفاعي چارو ویاند هیننگ اوته، ویلي دي چې آلمان به «د اوس په پرتله نور فعاله ونډه ولري.»

آلمان لا تر مخه مالي ته د ۶۵۰ نورو سوله ساتو ځواکونو د استولو ژمنه کړې ده، څو له فرانسوي ځواکونو سره د تندلارو اسلامپالو پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي.

مالي د فرانسې مستعمره وه. پر دې سربیره برلین د عراق په شمال کې د اسلامي دولت، ضد جنگیالیو د روزولو ماموریت د پراخولو خبره هم کړې ده.

اوته، د پنجشنبې په ورځ ویلي دي: «موږ به یوازې د عراق په شمال کې روزنیز ماموریت پیاوړي نه کاندو، بلکې په سوریه کې به پر نورو سربیره د RECCE ترناډو اکتشافي الوتکو په مرسته د اسلامي دولت، د ترور پر وړاندي مبارزه کې خپله بوخیتا پر مخ بوځو.»

د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل د چهارشنبې په ورځ پاریس ته سفر کړی وو او د دغه هیواد ولسمشر فرانسوا اولاند په پاریس کې د بریدونو په تعقیب له میرکل څخه د افراطي ډلې اسلامي دولت پر ضد مبارزه کې د «لا ډیر څه» کولو غوښتنه کړې وه.

په پاریس کې توريستي بریدونو ۱۳۰ انسانان ووژل. میرکل دغې غوښتني ته د یوه ژر غبرگون ژمنه وکړه، خو په دې هکله یې نور جزئیات په ډاگه نه کړل.

اوسمهال میرکل د آلمان د دفاع له وزیري اورزلا فون دیر لاین، د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر او د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر سره د آلمان د ونډې اخیستو پر سر سلا مشورې کوي.

په پای کې به د پارلمان د مسیحي دیموکرات/ مسیحي سوسیال اتحاد او سوسیال دیموکراتانو فراکسیونونه یوه ځانگړې غونډه وکړي. ښایي په راتلونکو ورځو کې په دې هکله یوه غونډه وشي.