1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان: پولیسو د تنظیم شوو جرمونو پر ضد عملیات پیل کړي

۱۳۹۷ فروردین ۲۹, چهارشنبه

چارواکي وايي چې د آلمان فدرالي پولیسو په ټول هیواد کې د اجباري جسم پلورنې او د «تنظیم شوو جرمونو شبکو» پر ضد عملیات پیل کړي دي. دغه چاپې او عملیات تر ټولو ستر او پراخ ګڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/2wF93
Deutschland Bundesweite Razzia gegen Organisierte Kriminalität
انځور: picture-alliance/dpa/A. Vogel

د آلمان فدرالي پولیسو پر خپله ټویټر پاڼه د چهارشنبې په ورځ ویلي چې په ټول آلمان کې امنیتي ځواکونو د بیلابیلو چاپو او عملیاتو پر مهال تر ۱۰۰ ډیر کسان نیولي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې دغه عملیات او چاپې د انساني قاچاقبرانو او هغو مجرمینو پر ضد روان دي چې په «قاچاق، اجباري جسم پلورنې او [له انسانانو] په ناوړه استفاده» کې لاس لري.

د امنیتي چارواکو په حواله په دې عملیاتو کې د پولیسو شاوخوا ۱۵۰۰ افسرانو برخه اخیستي ده چې پکښې د المان ځانګړی ځواک یا «GSG9» هم شامل دی.

د آلمان د فدرالي پولیسو ویاند ینس فلورن، ویلي دي چې امنیتي ځواکونو یوه داسې جرمي ډله په نخښه کړې ده چې له ټایلنډ څخه یې آلمان ته د جسم پلورنې په موخه میرمنې قاچاق کولې. د آلمانۍ ورځپاڼې «بیلډ» په حواله د آلمان فدرالي پولیسو تر ۶۰ ډیرې فاحشه خانې او کورونه پلټلي دي چې زیاتره یې د آلمان په نورد راین ویستفالن ایالت کې موقعیت لري. په ورته وخت کې یادو پولیسو د آلمان په نورو برخو کې هم په ورته اقداماتو لاس پوري کړی دی.

د «بیلډ» ورځپاڼې په حواله پولیسو په زیګن ښار کې یوه ۵۹ کلنه ټایلنډي میرمن او ډير نور کسان نیولي دي. پر دغې نیول شوې میرمنې او د هغه پر ۶۲ کلن آلماني مېړه تور دی چې د یوې ډلې مشري پر غاړه لري. ویل کیږي چې دغو دواړو کسانو په ګډه داسې یوه جرمي شبکه جوړه کړې ده چې پکښې تر۵۰ ډیر کسان چې زیاتره يې ښځي دي، شامل دي.

د آلمان پولیسو د یوې بلې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغې ډلې د جعلي ویزو په مرسته له ټایلنډ څخه نجونې او ترانسجندر یا نرښځياني آلمان ته قاچاق کړي دي. ویل شوي دي چې دغه ډله د هرې ویزې په بدل کې له ۱۶ تر ۳۰ زرو یورو اخلي او آلمان ته تر راتگ وروسته دغه کسان د خپلو پورونو د ادا کولو له پاره يې هغوی ځان پلورنې ته مجبوره کول. حکومتي پلټونکي په ټول آلمان کې دې ته ورته جرمي شبکو د ۱۷ مشرانو په لټه کې دي.

د آلمان د فدرالي پولیسو د دې عملیاتو په هکله د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر ویلي دي چې دغه عملیات او چاپې بې سارې دي. نوموړي ویلي دي: «د انساني قاچاقچیانو د بې کچې او غیر انساني حرص له امله له سونو نارينه وو او میرمنو څخه ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.»

زموږ له آرشیف څخه: