1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: پوليسو د مهاجرو په وړاندي پراخ عمليات پېل کړل

۱۳۹۵ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

د آلمان په نارډغاين وېسټفالن ايالت کي د مهاجرو د کنټرول کولو پراخ عمليات پېل سول. په دې ترڅ کي پوليسو په ۳۳ مهاجر کمپونو کي مهاجر کنټرول کړل.

https://p.dw.com/p/1IU0v
Deutschland Razzia in Düsseldorf - "Maghreb-Viertel"
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij

د آلمان د نارډ غاين وېسټفالن ايالت پوليسو د دغه فدرالي ايالت په ښارونو کي د مهاجرو د هويت د کنترولولو پراخ عمليات تر سره کړل. په دې ترڅ کي چارواکو د پناه غوښتونکو په ۳۳ بيلو کمپونو کي د مهاجرو څخه د ګوتو نخښي واخيستې. دا خبر ياد ايالت د آرنسبېرګ چارواکو ورکړی دی.

د پوليسو په دغو عملياتو کي د مراکش، تونس او الجزاير سره تړاو درلودونکي هغه کډوال چي د کډوالو په توګه لا نه ول ثبت سوي، ورته انتخاب ورکول سوی چي په سمدلاسه توګه د پناه غوښتنه وکړي.

د يادو هيوادونو د مهاجرو په هکله اټکل کيږي چي په آلمان کي د پناه تر لاسه کولو او يا قانوني پاته کېدلو ډېر کم چانسونه لري. همدا وجه ده چي د دغو هيوادونو مهاجر له سره ځان په آلمان کي نه ثبتوي ولي چي بېرته خپلو هيوادونو د ته د لېږدول کېدو څخه اندېښنه لري.

د مهاجرو په وړاندي د پوليسو د دغو پراخو عملياتو لامل په دغه فدرالي ايالت کي د هغه نوي قانون د عملي کېدنې پېل دی، چي له مخي يې بايد هر راغلی مهاجر بايد په بيومتري توګه ثبت کړل سي.

دغه معلومات بيا په يو مرکزي کمپيوتري ځېرمه کي ثبتيږي چي د آلمان اړونده ټول چارواکي ورته لاس رسی لري. په دې توګه سره چارواکي د دې مخه نيول غواړي چي کس په بيلو نومونو او هويت سره ځان څو ځايه ثبت کړي.