آلمان په پسرلي کي
ورځې اوږديږي او ګلان غوړيږي. پسرلی رادرومي او هر څوک د لمر له لومړنيو تودو وړانګو څخه خوند اخلي.
د پسرلي لومړني استازي
دا هغه ګلان دي چې تر ټولو د مخه غوړيږي. دغه ګلان د ژمي په پای کې د لمر د لومړيو وړانګو سره خپل سرونه پورته کوي.
طبيعت بېرته تازه کيږي
د اوږده او تياره ژمي وروسته وګړي او ژوي پسرلي ته تږي دي. د لمر په تودو وړانګو سره ټول چاپېريال زرغونيږي.
که البته سړی دغسې ستړی نه وای
په پسرلي کې ډېر خلک ځانونه ستړي ستومانه احساسوي. تقريبا ۵۴ سلنه نارينه او څه نا څه ۶۰ سلنه ښځې په دغه موسم کې له ستړيا څخه سر ټکوي.
ژوي هم له ژور خوبه راويښيږي
نه يوازې وګړي، بلکې ژوي هم ستړي ستومانه وي. د پسرلي په سر کې نه پيشو او نه سپی له کوره وتل غواړي.
تازه هوا ډېره صحي ده
د تازه هوا اخيستلو له پاره چکر ډېر ګټور وي. ډاکتران په پسرلي کې د ستړيا په وړاندې د مېوې او ويټامينونو د خوړلو وړانديز کوي.
لمر ته وتل
که څوک چکر نه خوښوي، کولای شي چې په کافې کې کښېني. که هوا لا سړه وي، نو کمپلې او شړۍ هم شته چې سړي پکې ځان رانغښتلی شي.
پرينجېدل
هر څوک پسرلی نه خوښوي. حساسيت لرونکي انسانان کړيږي، ځکه چې هغوی پرينجيږي، اوښکې يې تويږي او سترګې يې خارښت کوي.
د کور پاکول
تر ژمي وروسته د کور پاکول ډېر لرغونی دود دی. ځينې خلک په پسرلي کې هغه ناکاره شيان هم ايسته اچوي چې کورونه يې هسې ورډک کړي وي.
د پسرلي په وخت رژيم نيول
په ژمي کې ډېرو خلکو لږ وزن زيات کړی وي. په پسرلي کې سم رژيم نيول د روغتيا له پاره ډېرې ګټې لري.
د پسرلي ولولې
پسرلی د مئينتوب موسم دی. څېړونکي وايي چې د رڼا په وجه زيات هورمونونه افرازيږي، خو مئينان وايي چې مينه په تلو راتلو زياتيږي.
د سره جوړه کېدلو موسم
ژوي هم په پسرلي کې بچيان راوړي. هغوی خپلې ځالې جوړوي يا د تېر کال ځالې بېرته رغوي. لک لکان يو بل ته ټول عمر وفاداره پاته کيږي.
شاعرانه موسم
له لرغونو زمانو څخه تر ننه پورې پسرلي تل شاعران هم هڅولي دي. د کوميډين هارمونيستس سندريزې ډلې په ۱۹۲۰ کلونو کې د پسرلي په هکله يوه مشهوره سندره وويله.