1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په هرو درو مهاجرو کي د يوه پناه منل شوې ده

۱۳۹۷ خرداد ۳, پنجشنبه

په روان کې په آلمان کې د مهاجرو د منل کیدو کچه ډیره ټيټه ده. د مهاجرو په برخه کي د آلمان ادارې د یوه نوي رپوټ پر بنسټ په روان کې د مهاجرو له هرو دریو غوښتنلیکونو څخه یوازې یو یې منل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2yFOU
Bundesamt für Migration Schild Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د «وليت» آلمانۍ ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی چې د مهاجرو او گډوالو په برخه کي د آلمان فدرالي ادارې(BAMF) د ارقامو پر بنسټ له هرو دریو مهاجرو څخه چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې ده، یوازې یوه یې په دغه هیواد کې د حفاظت ترلاسه کولو شرایط پوره کړي ول.

د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ میاشتي له پيله د اپريل میاشتې تر پایه پورې د پناه غوښتني له ۹۳۳۸۱ غوښتنلیکونو څخه یوازې ۳۲،۵ سلنه یې په آلمان کې د يو ډول پاتېدو اجازه ترلاسه کړې ده.

په ۲۰۱۷م کال کې په مجموع کې د پناه ورکولو کچه لوړه وه؛ یعنې په ټوله کې له ۶۰۳ زره پریکړو څخه ۴۳،۴ سلنو یې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي ول.

په ۲۰۱۶م کې د مهاجرت د کړکیج پر مهال د ډيرو مهاجرو د راتګ له امله د ډیرو پخوانیو دوسیو په اړه په ډیري چټکۍ سره تصمیم نیول شوی وو چې په دې هیواد کې بی ساری بلل کیږي. په همدې کال د پناه غوښتنې د ۶۹۶ زره دوسیو په اړه پریکړه شوې وه چې د قبولې کچه یې ۶۲،۴ سلنه وه.

د مهاجرو په چارو کي د آلمان فدرالي اداره وایې چې په یوه مشخص زماني دوره کې د مهاجرو د منل کیدو د بدلون له پاره یو عمومي دليل نه شته، بلکې د مهاجرو د پناه غوښتني دوسیې هر یوه یې په جلا او انفرادي ډول تر ارزونې لاندې نیول کیږي او په اړه يې پریکړه کیږي.

په همدې حال کې نوموړې اداره اشاره کوي چي، دا چي د پناغوښتني د غوښتنلیکونو د منل کیدو کچه ټيټه شوې ده، تر ډیره دغو دوسیو ته د رسیدګۍ په چلند پورې اړه لري. د مهاجرو دوسیو ته د رسیدګۍ چلند «چي د هرچا دوسيه په انفرادي ډول ارزول کيږي»، د یوه کال مخکې په پرتله دوه برابره شوی دی، یعنې د ټولو پریکړو ۳۱ سلنه.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله د بیلګې په توګه، یو له دغو مواردو څخه د دوبلین د مقرراتو له مخې کله چې د اروپایې اتحادیې یوه بل غړی هیواد د یوه مهاجر دوسیې ته د رسیدګۍ مسئولیت ولري. 

نوموړې ادارې د دریو مرکزونو په رامنځته کولو او کارمندانو په ډیرولو سره د دوبلین بهیر په بشپړ ډول بهتره کړی دی. سربیره پر دې هغه دوسیې چې د دوبلين په مقرراتو پورې اړه لري په یو مرکز کې هم هغږې کیږي چې دا د کار د زیاتیدو او دغو دوسیو ته د رسیدګۍ بهیر د ګړندي کولو سبب شوی دی.