1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په مزار شريف کي خپله قونسلګري بنده کړه

۱۳۹۵ آذر ۶, شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په مزار شريف کي په کُلي توګه خپله د قونسلګرۍ ودانۍ وتړله. دوې اونۍ تر مخه د افغانستان په شمال کي پر دغه قونسلګرۍ خونړی بريد تر سره سوی ؤ.

https://p.dw.com/p/2THqs
Afghanistan Aufräumarbeiten nach Taliban-Angriff auf deutsches Konsulat
انځور: Getty Images/AFP/F. Usyan

د آلمان «شپيګل» مجلې د راپور له مخي آلمان په مزار شريف کي خپله قونسلګري په بشپړه توګه تړلې ده. د دغې قونسلګرۍ دپلوماتان به د دې وروسته په آلمان پوځي مقر کېمپ مرمل کي په خوندي ځای کي خپلي چاري پر مخ بيايي. د آلمان دغه پوځي مقر د ښار پر څنډه پروت دی او په لوړه اندازه يې امنيت ساتل کيږي.

دوې اونۍ تر مخه په مزار شريف کي د آلمان د جنرل قونسل د دفتر پر ودانۍ په خونړي وسله وال او بمي بريد کي ودانۍ سختي زيانمني سوي وې. په دغه بريد کي طالب بريد کوونکي د قونسلګرۍ د ودانۍ دننه ننوتلو کي بريالي سوي ول.

ويل سوي چي د آلمان پوځ خبرداری ورکړی چي په مزار شريف کي د آلمان د قونسلګرۍ ودانۍ چي پر کوم ځای ولاړه ده، هغه پر يو ډېر مصروف سړک واقع دی. له همدې کبله د آلمان پوځ ويلي چي قونسلګرۍ له پاره دغه مځکه ښه نه ده ولي چي ورڅخه امنيت نيول يې مشکل دی.

«صرف ځای تغير خوري»

د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت یو وياند ويلي دي چي پر داسي کومه موضوع فکر نه کيږي او په پام کي نه دي نيول سوي چي آلمان په مزار شريف کي خپل قونسلي خدمات ودروي. دغه وياند ويلي دي چي صرف د دپلوماتانو د کار ځای ته تغير ورکول کيږي.

د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت وياند زیاته کړې ده:«د سخت زيانمنې سوي ودانۍ د معاينه کولو وروسته موږ دې نتيجې ته رسېدلي يو چي له هغې څخه کار نه سي اخيستل کيدلای.» دغه وياند وويل چي آلمان د دې وروسته هم د افغانستان سره خپلي همکارۍ ته به دوام ورکړي.

دا چي ايا قونسلګري به په اوږدمهاله توګه د آلماني پوځ په مقر کي دننه وي که څنګه، لا نه ده څرګنده. په مزار شريف کي د آلمان د قونسلګرۍ پر ودانۍ د نوامبر په ۱۰مه بريد تر سره سوی ؤ چي پکښي ۴ انسانان وژل سوي او ۱۲۸ نور انسانان ژوبل سوي ول. د افغانستان وسله والو طالبانو د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې وه. په دغه بريد کي افغان امنيتي چارواکو يو طالب جنګيالی ژوندی هم نيول ؤ.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.03.2016):