1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په امنیت شورا کې څوکۍ ترلاسه کړه

۱۳۹۷ خرداد ۱۹, شنبه

په ملګرو ملتونو کې تر رایې اچونې وروسته آلمان د امنیت په شورا کې د دوو کلونو له پاره څوکۍ ترلاسه کړه. جنوبي افریقا، ډومینیکان جمهوریت او اندونیزیا به پاتې موقتې څوکۍ ډکې کړي.

https://p.dw.com/p/2zCZo
UN-Sicherheitsrat
انځور: picture-alliance/Photoshot/Li Muzi

د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۸ نیټه» آلمان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د شپږم ځل له پاره د رایې اچونې له لارې لار وموندله. د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې له دریو برخو دوو برخو یې د آلمان په ګټه رایه اچولې ده.

تر دې پریکړې وروسته،  په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د ټویټر پیغام له لارې وویل: «موږ دغه ستر مسوولیت او دندې ته سترګې په لار یو. له ټولو هغو کسانو څخه مننه چې پر موږ یې اعتماد وکړ. اوس نو راځئ چې په کار پیل وکړو!»

په ملګرو ملتونو کې په دغه رایه اچونه کې د برخه اخیستو تر سفر وړاندې، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په برلین کې خبریالانو ته وویل: «په ځانګړې ډول په اوسنیو شرایطو کې، موږ یوه غښتلي او اختیار لرونکي ملګرو ملتونو ته اړتیا لرو.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې څخه جوړ پنځه دایمې غړي لري چې له دغو دایمې غړو هر یو یې د ویټو حق لري. سربیره پر دې د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په ترڅ کې د امنیت شورا له پاره لس موقت غړي د دوه کلنې دورې له پاره ټاکل کیږي. هر کال پنځه هیوادونه د سري رایه اچونې له لارې ټاکل کیږي.

په امنیت شورا کې د څوکۍ ترلاسه کول له دپلوماتیک اړخه یوه ستره بریا ګڼل کیږي، ځکه دغه هیوادونه بیا د نړیوالې سولې او امنیت په هکله خپل جدي غږ پورته کولی شي. امنیت شورا د ملګرو ملتونو یواځینۍ هغه شورا ده چې د نړۍ پر هر هیواد باندې د بندیزونو وضع کولو او د پوځي مداخلي حق ورکوي.