1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: هره پنځمه زړه ښځه له بې وزلۍ سره مخامخ ده

۱۴۰۳ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

هغه ميرمنې چې پرته له معاشه د کور کار یې کړي وي، په زاړه عمر کې د نارينه وو په پرتله له ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخامخ کیږي. په ۲۰۲۳م کال کې په آلمان کې د ښځو اوسط تقاعدي عايد د نارينه وو په پرتله ۲۷ سلنه ټيټ وو.

https://p.dw.com/p/4f8SN
د نارينه وو په پرتله د آلماني ښځو د تقاعد پېسې کمې دي
د نارينه وو په پرتله د آلماني ښځو د تقاعد پېسې کمې ديانځور: Sebastian Kahnert/dpa ZB/picture alliance

د آلمان د احصايې فدرالي دفتر د چهار شنبې ورځې د رپوټ په حواله په آلمان کې په اصطلاح د «جنډر ترمنځ د تقاعد توپير» يا د ښځو او نارينه وو د تقاعد د عايد ترمنځ توپير ۲۷،۱ سلنه دی.

رپوټ وایي چې په آلمان کې د ۶۵ کلنو او يا تر دې ډېر عمر لرونکو څخه یې هره پنځمه ښځه (۲۰،۸ سلنه) تېر کال د بې وزلۍ له ګواښ سره مخامخ وه. د عين سن د نارينه وو له پاره د خطر کچه بيا ۱۵،۹ سلنه وه.

په دې عاید کې د هر ډول تقاعد پېسې شاملې دي.

د نارينه وو په پرتله د آلماني ښځو د تقاعد پېسې ولې کمې دي؟

په آلمان کې يو کس هغه وخت د بې وزلۍ له خطر سره مخامخ کڼل کيږي کله چې د کورنۍ د اندازې او جوړښت په پام کې نيولو سره یې عايد د ټول نفوس د منځني عايد څخه ۶۰ سلنه کم وي.

د لږ عايد له کبله ښځې د نارينه وو په پرتله ډېرې په زاړه عمر کې د بې وزلۍ له خطر سره مخامخ دي. په ۲۰۲۳م کال کې په آلمان کې تر ۶۵ کلنۍ ډېر عمر لرونکو ښځو په اوسط ډول په کال کې ۱۸ زره او ۶۶۳ يورو عايد لرلی، په داسې حال کې چې د عين  سن لرونکو نارينه وو بيا په اوسط ډول ۲۵ زره او ۵۹۹ یورو عاید درلودلی دی. د عایداتو دواړه شميرې د هر ډول کسرونو د مخه دي.

د کار د مودې راکمول، د لږ عايد کارونه او د ماشومانو او يا د کورنۍ د ډېر عمر د غړيو د پالنې له وجې ډېر رخصت اخیستل، دا ټول د دې باعث کيږي چې ښځې د خپل کاري ژوند په ترڅ کې لږ عاید ولري چې دا وروسته د ښځو له پاره د لږ تقاعد په معنا ده.

د آلمان د احصایې د فدرالي ادارې په حواله د هغه تقاعدونو پرته چې په يو بل پوړې اړه نه لري، لکه د مېړه او يا ماینې د مړينې په صورت کې چې ورکول کيږي، ښايي د تقاعد ترمنځ توپير تر ۳۹،۴ سلنه لوړ شي، دا په داسې حال کې ده چې له پوښتل شويو ښځو څخه یې ۲۹ سلنه د خپل مړه شوي مېړه د تقاعد يوه برخه ترلاسه کوي.

ب. ص/ ن . ز (Reuters, dpa, AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب