1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ ۷۰ کلن سپين ږيري ۳ مهاجر په چړو وهلي

۱۳۹۶ بهمن ۳۰, دوشنبه

د آلمان په هايلبورن کي يوه سپين ږيري پر درو بهرنيانو د چړو وارونه کړي دي. په ژوبلو سوو کسانو کي يو افغان، يو عراقی او يو سوريايي دی.

https://p.dw.com/p/2suFT
Polizei Symbolbild NEU
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch

د هايلبورن ښار پوليسو د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۱۹مه نېټه) د يوه ۷۰ کلن سپين ږيري له خوا پر درو خارجيانو د چړو د بريد خبر ورکړ. پوليسو وويل چي په دغه بريد کي يو ۲۵ کلن عراقی سخت ژوبل سوی دی. ويل سوي دي چي د بريد دویم قرباني يو ۱۷کلن افغان دی. د پوليسو په وينا دريم قرباني يو ۱۹ کلن سوريايي دی چي معمولي زخمي سوی دی.

د خبر له مخي کله چي سپين ږيري دغه درې کسان په چاړه ووهل نو لارويانو دغه سپين ږيری قابو کړ او تر هغه وخت پوري يې نيولی وو، تر څو چي رابلل سوي پوليس رارسېدل.

د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخي بريد کوونکی ۷۰ کلن پخپله هم په دغه بريد کي معمولي ژوبل سوی دی. ويل سوي دي چي پوليسو بريد کوونکی کس چي احتمالا نشه وو، نیولی دی.

کوم ۷۰ کلن کس چي د بريد په تور نيول سوی دی، د هغه په هکله ويل سوي دي چي د هايلبورن ښار اوسېدونکی او اصلا روسی تابعيت لرونکی دی. د «هايلبورنر شټيمه» په نوم د ورځپاڼي د خبر له مخي نيول سوی کس د روسيې تابعيت تر څنګ د آلمان تابعيت هم لري.

د هايلبورن ښاروال او د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوال هېري مېرګل و يادي ځايي ورځپاڼي ته ويلي دي چي دغه «شرموونکي پيښي» دی ډېر هېښ کړی دی او دا چي فکر يې د ژوبل سوو سره دی. ښاروال زياته کړې ده چي هيله لري چي ژوبل سوي کسان به پاته کېدونکي ټپونه او روغتيايي زيان ونه لري.

د ورځپاڼي د خبر له مخي پوليسو نيول سوی کس بېرته خوشي کړی دی.