1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ پارلمان د همجنسبازانو د واده قانون تصويب کړ

۱۳۹۶ تیر ۹, جمعه

د آلمان پارلمان یا بوندستاګ د همجنسبازانو د واده په تړاو قانون تصويب کړ. صدراعظمې انګلا مېرکل خپله رايه د دغه قانون پر ضد وکاروله.

https://p.dw.com/p/2ffrO
Deutschland homosexuelles Paar aus Bosnien und Herzegowina
انځور: DW/A. Sofic Salihbegovic

د آلمان مرکزي پارلمان یا بوندستاګ د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جون په ۳۰مه نېټه) په اکثريت رايو داسې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې همجنسبازه جوړې هم د رسمي واده کولو اجازه لري. په دې توګه به همجنسبازه جوړې هم د نارينه او ښځي د جوړې په څېر د ماشوم د په غېږ اخيستلو اجازه تر لاسه کړي.

همجنسبازانو ته د واده کولو د قانون په حق کي د پارلمان ښکاره اکثريت رايي واچولې. د دې څخه تر مخه د آلمان په ائتلافي حکومت کي برخه وال سوسيال ډيموکراټ ګوند د اپوزيسيون د زرغون او کيڼ ګوندونو په مرسته د جمعې په سهار د دې په حق کي په بوندستاګ کي فيصله وکړه، چي د همجسنبازانو د واده په تړاو پر قانون به په همدغه ورځ رايه اچونه کيږي. خو دا چي سوسيال ډيموکراټ ګوند دغه اقدام د حکومتي ائتلاف د لوی ګوند چي د صدراعظمې انګلاا مېرکل مسيحي اتحاد دی تفاهم نه وو کړی، نو د مېرکل ګوند د سوسيال ډيموکراټ دغه اقدام د اعتماد تر پښو لاندي کولو په توګه ويني.

Deutschland Bundestag
د آلمان پارلمانانځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld

د دې څخه تر مخه چي د آلمان په پارلمان کي پر دغه قانون رايي واچولې سي، صدراعظمې انګلا مېرکل څو ورځي تر مخه د همجنسبازانو د واده په تړاو د قانون سره خپل ښکاره مخالفت پای ته رسولی وو. مېرکل په پارلمان کي د خپل مسيحي ډيموکراټ ګوند استازو ته اجازه ورکړه، چي د خپل «ضمير» له مخي فيصله وکړي. په دې توګه هغې په پارلماني فراکسيون کي د خپل ګوند له استازو څخه پر دغه موضوع مخکني مکلفيتونه ليري کړل.

په آلمان کي تر مخه همجنسبازانو کولای سوای چي خپل ګډ ژوند په رسمي توګه درج کړي او په دې توګه د ميراث او ورته نورو موضوعاتو په ترڅ کي رسمي واده سوي ميړه او ماينې ته ورته حقونه او مکلفيتونه پر غاړه واخلي. خو تر اوسه د رسمي واده سوو او ثبت سوو همجنسباز جوړو تر منځ عمده فرق دا وو، چي همجنسبازو جوړو اجازه نه درلوده چي پردی ماشوم په غېږ واخلي. په غېږ اخيستل معنی دا چي هغوی له يتيم خانې يا له بل ځای څخه يو ماشوم واخلي، د هغه سرپرستي په غاړه واخلي او خپل ماشوم يې وګرځوي. د آلمان بوندستاګ چي د جمعې په ورځ کوم قانون تصويب کړ د هغه له مخي به همجنسبازه جوړې اجازه ولري چي رسمي واده سره وکړي او د ماشوم په غېږ اخيستلو تر څنګ به نور د نارينه او ښځې د جوړې په څېر حقونه ولري.

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل په پارلمان کي د رايه اچونې پر وخت د دغه قانون پر ضد رايه وکاروله. د اپوزيسيون د کيڼ ګوند د فراکسيون مشر ديتمار بارچ وويل چي «دغه يوه تاريخي ورځ ده». هغه وويل چي د دغه قانون په مرسته به په آلمان کي په ورځني ژوند کي لږ «عاديتوب» رامنځ ته سي.

د زرغون ګوند د فراکسيون مشري کاترين ګورينګ ايکارد خپل د ګوند سياستوال فولکر بېک چي د پارلمان غړی هم دی، وستايه. هغې وويل چي دغه نوی قانون د فولکر بېک د «ژوند يوه لويه لاس ته راوړنه» ده. فولکر بېک چي همجنسباز دی د پارلمان د مودې په پای ته رسېدلو به بيا پارلمان ته نه کانديديږي، ولي چي ګوند يې د ګوند د استازي په توګه د کانديدۍ څخه ډه ډه کړې ده.