1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ له ترکيې سره بايد خبري اتري دوام ولري

۱۳۹۶ اردیبهشت ۹, شنبه

آلمان وايي د اروپايي اتحاديې او انقرې ترمنځ د خبرو د توقف مخالف دی. آلمان د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د مسولې موګيريني هغه هیله یوځل بیا تکرار کړې چې ترکیه د شرایطو په پوره کولو له اروپايي ټولنې سره یوځای کيدای شي.

https://p.dw.com/p/2c7My
Außenminister Gabriel in Israel
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د جمعې په ورځ په والیتا کې د اروپايی ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاوش اوغلو تر کتنې وروسته، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسولې فېدریکا موګيريني وویل چې هغه اوس هم غواړي چې ترکیه له اروپايي ټولنې سره یوځای شي. نوموړې همدا راز زیاته کړه چې د بروکسل او آنقرې ترمنځ دوه اړخیزه خبرې نه دي ځنډیدلې. هغې همدا راز د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د مدني آزادیو د مخ پر ډیریدونکي محدودیت په هکله اندیښنه څرګنده کړه.

تر لیدنې وروسته، له خبریالانو سره په خبرو کې موګيريني د ترکیې د هغې هیلې هرکلی وکړ چې غواړي له اروپايي ټولنې سره یوځای شي خو د دې خبرې یادونه یې وکړه چې د آنقرې لخوا د «و يوې وضاحتي سطحي» ته اړتیا ده.

نوموړې په دې هکله زیاته کړه: «له اروپايي ټولنې سره د یوځای کیدو شرایط ډیر واضح او پیژندل شوي دي. که چیرته ترکیه لا هم څرنګه چې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر موږ ته نن وویل، له دې ټولنې سره د یوځای کیدو علاقه ولري نو په دې صورت کې دوی [ترکیه] پوهیږي چې هغه څه چې باید عملي شي هغه په ځانګړې توګه د بشري حقونو، د قانون حاکمیت، دیموکراسي او آزدي ده.»

موګيريني همدا راز په خپلو خبرو کې وویل چې د خبرو اترو میکانیزم ته لاسرسی نه دی بند شوی او «اوسمهال موږ [د خبرو اترو] پر کوم بل فصل باندې کار نه کوو.»

آلمان د خبرو د بیا پیلدو ملاتړ کړی

د ورځې په پیل کې، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګبریل له اروپايي ټولنې سره د ترکیې د یوځای کیدو د خبرو د توقف پرسر د ځینو اروپايي هیوادونو غوښتنې رد کړې. ګابریل وویل: «د آلمان حکومت په کلکه د خبرو د بندولو مخالف دی او هغه [د خبرو بندیدل] به یو ډیر ناسم عکس العمل وي.»

ګابریل همدا راز وویل چې «هغوی چي غواړي په دې خبره چي «موږ د ترکيې سره نوري خبري نه کوو» په کور دننه ملاتړ تر لاسه کړي، د هغوی دا خبره به په ترکیه کې هیڅ بدلون رامنځ ته نکړي.»

که څه شیبه وروسته، ګابریل له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې اصلي موضوع دا ده چې مخکې له دې چې د اروپايي ټولنې سره د یوځای کیدو له لړۍ څخه په بشپړه توګه په شا تګ وکړي،  آیا دغه ټولنه به ترکیې ته یو نوی او پرانیستی قرارداد وړاندې کړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر له ترکیې سره د سوداګرۍ د مالیاتو د معافیت د سیمې په پراخولو سره د سوداګرۍ د ډیرولو موضوع ته په اشاره وویل چې «موږ کولای شو د خبرو اترو له پاره د نویو لارو د موندلو هڅه وکړو.»

د اروپايي ټولنې پاشل شوي غړي

له ترکیې سره د خبرو د پای ته رسولو د موضوع پرسر د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه په خپلو کې ویشل شوي دي. اتریش له اروپايي ټولنې غواړي چې له آنقرې سره دې مذاکرات ودرول شي.

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر، زیباسټین کورڅ د اردوغان د واک ډیرولو موضوع ته په اشاره وويل چې «دا به په بشپړ ډول ناسمه پریکړه وي چې [له اروپايي ټولنې سره د ترکیې د یوځای والي] خیال په ذهن کې وساتو.»

په عین وخت کې بیا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د اتریش دغه سخت دریځ غندلی او له دې هیواد څخه یې غوښتي چې له خپل ناسم سیاست څخه لاس په سر شي. چاوش اوغلو د مالتا ناسته چې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د شمولیت پر موضع پکې خبرې شوي، مثبته وارزوله او داسې هیله يې څرګنده کړه چې پر دې موضوع باندې به خبرې اترې بل پړاو ته ورسیږي.

د بندو دروازو تر شا خبرې

په عین وخت کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین مارک آیرو وویل چې د بندو دراوز ترشا د وزیرانو خبرې په عام محضر کې د تبصرو په پرتله ډیرې دقیقې وې. نوموړي همدا راز دا استدلال وکړ چې د اروپايي ټولنې د ځینو غړو هیوادونو نظر داسې دی چې په دې ټولنه کې د ترکیې شمولیت له دې امله هم مهم دی چې دغه هیواد د ناټو غړیتوب لري او د مهاجرینو د مدیریت په هکله یې مهم رول لوبولی دی.

آیرو په دې هکله وویل: «موږ څنګه کولای شو چې د ترکیې رول له پامه وغورځوو؟ موږ باید له ترهګرۍ سره مبارزه وکړو او موږ غواړو چې ترکیه د مهاجرینو پر سر شوي د قرارداد احترام وکړي.» د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي چې هیڅوک هم نه غواړي چې له ترکیې سره اړیکې پرې شي. دا په دوی پورې اړه لري چې هغه څه چې غواړي ویې وایي.

د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د مهاجرو د کړکیچ د مخنیوي پر سر تیرکال یو تړون لاسلیک شوی دی. د دې تړون په اساس ترکیه اړ ده چې په خپله خاوره کې مهاجرینو ته ځای ورکړي او په بدل یې ترکیه له اروپايي ټولنې یو مقدرا نغدي مرستې او همدا راز په اروپايي ټولنه کې شمولیت له پاره ملاتړ ترلاسه کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.04.2016):