آلمان ـ د افغانانو په قبولي کي څرګند کمښت راغلی
۱۳۹۶ اردیبهشت ۴, دوشنبهد آلمان «پاساور نويه پرېسه» ورځپاڼي د خبر له مخي په آلمان کي د افغان پناه غوښتونکو په منلو کي تقريبا ۳۰ سلنه کمښت راغلی دی. د راپور له مخي له ۲۰۱۵م کال راهيسي د افغانانو په قبولۍ کي په دوامداره توګه کموالی راغلی او دغه کمښت لا ادامه لري.
په داسي حال کي چي په ۲۰۱۵م کال کي د افغان پناه غوښتونکو ۷۷،۶ سلنه يې قبولي ترلاسه کړې وه، په ۲۰۱۶م کال کي دغه سله ۶۰،۵ ته راکښته سوې وه.
د ورځپاڼي د راپور له مخي د روان ۲۰۱۷م مېلادي کال په تيرو مياشتو کي د افغان پناه غوښتونکو د قبولۍ کچه ۴۷،۹ سلنې ته راکښته سوې ده. ورځپاڼي د خپلو معلوماتو منبع د آلمان د کورنيو چارو وزارت هغه راپور بللی دی، چي د آلمان په پارلمان (بُندستاگ) کي د کيڼ اړخو ګوند د فراکسيون د پوښتني په جواب کي يې وړاندي کړي دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي په جنوري او فبروري مياشتو کي په ټوليزه توګه د ۲۷۶۳۹ پناه غوښتني دوسيې ارزول سي، چي پکښي د ۱۴۴۰۳دوسيو په اړه يې د رد پريکړه سوې ده.
د رد سوو افغانانو پر اخراج نيوکي
د آلمان کيڼ اړخه ګوند د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج پر پروسې سختي نيوکي کړي دي. د دغه هيواد په پارلمان کي د ياد ګوند استازي اولا يېلپکه و «پاساور نويه پرېسه» ته ويلي دي چي په افغانستان کي د امنيت د لا خرابېدو سره سره د «سياسي لارښوونو» پر اساس، افغانستان ته د افغانانو اخراج يو «بېرؤنکی» سيګنال دی.
په پارلمان کي د زرغون ګوند د فراکسيون (جرگه گۍ) وياندي لوييزه امټسبېرګ يادي ورځپاڼي ته ويلي دي چي افغانستان ته اخراجول يو «غير مسؤلانه» عمل دی.
افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو بېرته لېږد د آلمان په ايالتونو کي بېل بېل ارزول کيږي. په دې ترڅ کي د آلمان د کورنيو چارو وزارت د ځینو ايالتي سياستوالو هغه غوښتنه ونه منله چي افغانستان ته دي د مهاجرو د اخراج پروسه ودرول سي.
د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل هم د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج پروسې ملاتړ کوي.
زموږ له ارشيف څخه: