آلمان ـ د افغانانو د اخراج سره مخالفتونه زیات سوي
په آلمان کي د سوسيال ډيموکراټ او زرغون ګوندونو سياستوالو او په همدې شان د بشري د حقونو سازمانونو د دې غوښتنه وکړه چي له آلمان څخه په وتلو مکلف سوي افغان مهاجر دي نور افغانستان ته نه لېږدول کيږي. يو انځوريز راپور:
اخراج ضد احتجاج
د المان په نيورنبېرګ کي د پوليسو او تقريبا ۳۰۰ احتجاج کوونکو تر منځ هغه وخت ټېل ماټېل رامنځ ته سو، کله چي پوليسو غوښتل چي يو ۲۰ کلن افغان مهاجر د ځان سره بوزي او افغانستان ته يې ولېږدوي.
۲۰ کلن افغان مهاجر
تقريبا ۳۰۰ کسان چي اکثره يې شاګردان ول، په نيورنبېرګ کي راټول سوي ول چي د پوليسو مخه ونيسي چي دغه افغان مهاجر چي په يوه مسلکي ښوونځي کي شاګرد هم دی، د ځان سره بوزي.
اخ و ډب
په دغه ټېل ماټېل او اخ و ډب کي ۹ پوليس ژوبل سول او ۵ کسان په مؤقتي توګه د پوليسو له خوا ونيول سول. د دغې صحنې ويډيو کومه چي پر فيسبوک خپره کړل سوې وه، صرف په څو ساعتونو کي تر يو مليون څخه زيات واري وکتل سوه.
د احتجاجونو لړۍ
د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد په آلمان کی په څو څو ځله احتجاجونه سوي دي. احتجاج کوونکي په دې نظر دي چي افغانستان د بېرته لېږد له پاره خوندي او امن ځای نه دی.
د برېمن ښاروال
د آلمان سوسيال ډيموکراټ ګوند سياستوال او د آلمان د برېمن ښاروال کارسټن زيلينګ د فُنکه په نوم د رسنيو ډلې ته ويلي دي چي د کابل وروستی خونړی بريد دا حتمي کوي چي «د المان حکومت بايد د افغانستان د امنيتي وضعي په تړاو پر خپله ارزيابي له سره غور وکړي.»
مالو درېير
د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند سياستواله مالو دريېر چي د آلمان د فدرالي ايالتونو د شورا رياست هم په غاړه لري، په کابل کي يې د وروستي بريد وروسته ويلي چي افغان مهاجر بايد بېرته افغانستان ته ونه لېږدول سي.
راينر ارنولد
د آلمان په پارلمان بُنډسټاګ کي د سوسيال ډيموکراټ ګوند د فراکسيون وياند راينر ارنولد غوښتنه کړې چي حد اقل د افغانانو بېرته لېږد دي په مؤقتي توګه ودرول سي. نوموړي په «پاساور نوين پرېسه» نومي ورځپاڼي ته ويلي چي په افغانستان کي انسانان هيڅ چيري امن ژوند نه سي کولای او له همدې کبله دغه هيواد ته د افغانانو بېرته لېږد «مسؤلانه» کار نه دی.
اميد نوريپور
د آلمان د زرغون ګوند د بهرنيو چارو سياستوال اميد نوريپور د آلمان پر حکومت تور پوري کړی دی چي ګواګي د افغانستان امنيتي وضعه تر هغه ښه ښيي لکه چي په واقعيت کي ده. نوموړي د «هايلبرونر شټيمه» نومي ورځپاڼي ته د کابل د وروستي بريد په هکله ويلي دي که د آلمان حکومت د افغان مهاجرو د اخراج له کبله د افغانستان د وضعې ښايسته کړل سوې ارزونه بېرته اصلاح نه کړي، نو به دا يو ناوړه کار وي.
پرو ازيول
د مهاجرو د ملاتړ سازمان پرو ازيول غوښتنه کوي چي و افغانستان ته دي د مهاجرو بېرته لېږد په مکمله توګه ودرول سي او دا چي هغه کسان چي د اخراجولو په مقصد په توقيف کي دي، هغوی دي آزاد کړل سي.
توماس ديميزير
خو د المان د کورنیو چارو وزير توماس ديميزير غواړي چي د ټولو تنقيدونو باوجوده د افغانانو د اجراج لړۍ ته ادامه ورکړي. د کورنيو چارو وزير ديميزېر ويل چي د چهارشنبې له پاره پلان سوې اخراجونه يې په دې خاطر ځنډولې ولي چي په کابل کي د آلمان د سفارت کار کوونکي د بريد په ترڅ کي تر دې نور مهم کارونه لري چي د اخراجونو مراقبت وکړي. د ديميزېر په وينا ځنډول سوی ډليز اخراج به وروسته عملي کړل سي.
بورکارد ليشکا
د المان د سوسيال ډيموکراټ ګوند د کورنيو چارو کارپوه بورکارد ليشکا هم په افغانستان د «نسبي آرامو» سيمو د شتون خبره کړې ده.
يوآخيم هېرمان
د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير او د مسيحي سوسيال اتحاد سیاستوال يوآخيم هېرمان د فُنکه په نوم د رسنيو ډلې ته ويلي دي چي اوس هم و افغانستان ته د اخراج ملاتړ کوي.
۱۰۶ اخراج سوي
د ۲۰۱۶ کال د دسمبر راهيسي ۱۰۶ رد سوي افغان مهاجر خپل هيواد ته لېږدول سوي دي. د شليسويګ هولشتاين، نيدر زاکسن، نارد غاين وېسټفالن او غاينلانډ فالڅ ايالتونو د اخراج له پروسې سره پرېکون کړی او افغان مهاجر بېرته افغانستان ته نه لېږي.