1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي چې زرګونه عراقي پناه غوښتونکي اخراج کړي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲, یکشنبه

په آلمان کې نږدې ۱۲ زره عراقي پناه غوښتونکي اړ دي چې دغه هیواد ترک کړي. ظاهراً د دې شمیر عراقي مهاجرینو د پناه غوښتنې رد شوي او اوس آلمان په دې هڅه کې دی چې عراق ته د دوی د تګ او ژوند له پاره زمینه برابره کړي.

https://p.dw.com/p/2wTBN
Irak Besuch Entwicklungsminister Gerd Müller, CSU
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان فدرال حکومت غواړي چې په عراق کې د کار د زده کړي او کاري زمینو په برابرولو سره، زرګونه هغه مهاجر چې باید آلمان ترک کړي، بیرته په خپل اصلي هیواد کې ځای پر ځای کړي. د یکشنبې په ورځ د آلمان د انکشاف او همکارۍ وزیر ګیرد میولر په دې جګړه ځپلي هیواد کې د بیرته ستنیدونکو مهاجرینو له پاره د دوو مشورتي مرکزونو د پرانیستې پرمهال، د عراق له حکومت سره د مهاجرینو په بیرته ستنولو توافق ته رسیدلی دی.

ښاغلي میولر په دې هکله وویل چې [په آلمان کې] عراقي مهاجرینو ته وړاندیز کیږي چې د بې سرنوشتۍ له ژوند څخه په خپله خوښه بیرته خپل هیواد ته وګرځئ. د هغه په وینا، دغو بیرته راستنیدوکو پناه غوښتونکو ته به په عراق کې د کار زمینې او همدا راز د زده کړې زمینې برابرې کړل شي. ټاکل شوې چې په دغو پروګرامونو کې به تر ۱۰ زره بیرته راستانه شوي پناه غوښتونکي تر پوښښ لاندې ونیول شي ترڅو وکولی شي چې بیرته په خپل هیواد کې خپل ژوند له سره پیل کړي.

Deutschland Irak Flüchtlinge in Übergangswohnheim in München
په آلمان کې اوسمهال شاوخوا ۲۴۰ زره عراقي پناه غوښتونکي میشت ديانځور: AP

ګیرد میولر عراق ته د سفر پر مهال، د عراق په کرد میشته ولایت یعنې اربیل کې د بیرته ستنیدونکو مهاجرینو له پاره د مشورې د ورکړې لومړنی مرکز پرانیست. په دې ترتیب دغه مرکز په منځني خیتځ کې د خپل ډول لومړنی مرکز دی.

د آلمان د انکشاف او همکارۍ وزارت د معلوماتو او شمیرو له مخې په آلمان کې میشت له ټولو ۲۴۰ زره عراقي مهاجرینو څخه باید ۱۲ زره تنه یې آلمان ترک کړي.

عراق، چې د خپل هیواد زیاتره برخه یې له اسلامي دولتی ډلې یا داعش سره د مبارزې پرمهال ویجاړه شوې، د بیرته رغیدو په درشل کې دی. آلمان ژمن دی چې سږ کال به عراق ته ۳۵۰ میلیونه یورو مرستې ورکړي.

زموږ له آرشیف څخه: