1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان دې مهاجرو ته د قانوني کار زیاتې اسانتياوي برابرې کړي»

۱۳۹۶ آبان ۱۵, دوشنبه

د آلمان د پراختیایې چارو وزیر وایې چې راتلونکی حکومت باید د کار شراطو درلودونکو مهاجرو ته د کار په بازار کې د جذبیدو لا زیاتې اسانیانې برابرې کړي: «دا کار په هغه صورت کې امکان لري چې د غیرقانوني مهاجرتونو مخه ونیوله شي.»

https://p.dw.com/p/2n5U2
Deutschland Bundesentwicklungsminister Gerd Müller
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د آلمان د اقتصادي همکاريو او پراختیا وزیر ویلي دي چې د دغه هیواد راتلونکی حکومت باید تر اروپایې اتحادیې دباندې «کاري مهاجرو» یا هغو مهاجرو ته چې غواړي د کار له پار آلمان ته راشي لازیات امکانات برابر کړي. له «کاري مهاجرو» څخه هدف هغه مهاجر دي چې د آلمان د کار په بازار کې د جذبیدو شرایط لري او په قانوني ډول دې هیواد ته راځي. یعنې نه هغه کسان چې په خپل هیواد کې د بیکارۍ له امله آلمان ته مهاجر کیږي.

ګېرد مولر د آلمان خبري آژانس DPA ته وویل: «د آلمان د کار بازار ته لاسرسی باید په قانوني لارو ترسره شي. یوه ښه بیلګه چې څنګه کیدای شي دغه سیستم اغیزمن اوسئ، په کوسوو کې مهاجرو ته زموږ د مشوره ورکونې مرکز دی. موږ هیڅ ډول غیرقانوني مهاجر نه غواړو».

د آلمان حکومت له خوا مهاجرو ته د مشوره ورکونې مرکزونه په تونس او بالکان یو شمیر نورو هیوادونو کې موجود دي. دغه مرکزونه د هغو کسانو له پاره چې د کار په لټه کې دي، د کارفرما یا هغو شرکتونو سره د دوی د اړیکو ټینګولو په برخه کې مرسته کوي چې کارګرو ته اړتیا لري.

دا وړاندیز کیدای شي د هغو رد شویو پناغوښتونکو له پاره وي چې له اجباري اخراج څخه د مخنيوي په خاطر په داوطلبانه شکل خپلو هیوادونو ته ستنیږي. خو په آلمان کې زرغون ګوند دې پروګرام ته د شک په سترګه ګوري، ځکه چې سوسیال مسیحي او دیموکرات مسیحي ګوندونه غواړي چې د «امن مبدا هیوادونو د نوملړ» په پراخولو سره دا پروګرام ترتیب کړي.

مولر همدارنګه له هغو هیوادونو سره د مرستې زیاتیدو غوښتنه کوي چې د اصلاحاتو د عملي کولو اراده لري. هغه په مشخص ډول د تونس یادونه وکړه چې دغه هیواد د دیموکراسۍ په برخه کې مخکښ دی او باید دې هدف ته د رسیدو په مسیر کې ناکامۍ ته پرې نه ښودل شي.

فرانسې اعلان کړی دی چې په راتلونکو دوو کلونو کې له ترانزیتي هیوادونو لکه ترکیې، لبنان، اردن، نایجر او چاد څخه ۱۰ زره مهاجر ومني او په قانوني ډول یې فرانسې ته انتقال کړي. مولر په دې اند دی چې دا چلند د آلمان له پاره یوه بیلګه نه شي کیدای.

د آلمان د پراختیایې چارو وزیر وویل چې تر ټولو بی وزله او هغه کسان چې ډیر رنځ ګالي، تر ټولو لږ چانس لري چې د قاچاقبرانو په مرسته دې ځانونه اروپا ته ورسوي. نوموړي زیاته کړه د دې پرځای چي ځيني يې آلمان ته راوستل شي، ښه ده چي هلته د هغوی په سيمه کې له ډيرو سره مرسته وشي.

زموږ له ارشيف څخه: