1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د کډوالو د ادغام نوي قانون جوړوي

۱۳۹۵ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د آلمان حکومت پلان لري چې د راتلونکې میاشت په لمړیو کې د کډوالو د ادغام د قانون د یوې مسودې په اړه پریکړه وکړي. د دې مسودې له مخې به هغه کډوال به خپل مالي ملاتړ له لاسه ورکړي چې د ادغام له شرایطو سره ځان نه برابروي.

https://p.dw.com/p/1IV8L
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

د مسحیي دموکرات اتحاد، د مسیحیانو سوسیال اتحاد او سوسیال دموکرات ګوند د مهاجرو د ادغام قانون په مسودې کې د هغو تدابیرو ستاینه کوي چې د پنجشبنې ورځ په برلین کې تر یوې اووه ساعته غونډې وروسته پرې موافقه شوې ده.

د خبري آژانسونو په حواله یاد ګوندونه غواړي چې په مې میاشت کې د آلمان په میزبیرګ ښار کې د تړلو دروازو تر شا یوې غونډې په ترڅ کې «د ملاتړ د اصولو او ننګونو» په اړه پریکړه وکړي.

خبرې سرچینو د یوه شپږ مخیږ رپوټ په حواله لیکلي دي چې د نویو «تدابیرو» له مخې به آلمان د هغو کډوالو مالي ملاتړ بند کړي چې د ادغام نوي شرایط پر ځان نه عملي کوي.

«د یوې یورو کارونه»

د خبري آژانسونو په حواله آلمان هڅه کوي چې د ادغام د نویو تدابیرو له مخه کډوال په لا ګړندۍ توګه د کار په بازاز کې ښکیل کړي او د درو کلونو له پاره د هغه یوه قانون د تعلیقولو هڅه وکړي چې له مخې یې د کار په بازار کې لومړی حق آلمانيانو او اروپایانو ته ورکول کیږي. د نوي قانون له مخې به کډوال د یو ورځيني کارونو تر سره کولو فرصت هم ولري.

د نوي قانون له مخې به د «یوې یورو کارونو» په نوم سل زره کارې فرصتونه رامنځ ته شي چې کډوال به وشي کړای د یوې یورو او ۲،۵ یورو تر منځ معاش په بدل کې کار وکړي. کډوال به د دغه مزد علاوه د حکومت له خوا هم مرستې ترلاسه کوي. سوداګرو ویلي دي چې کډوال به په اوږده موده کې د آلمان د اقتصاد د ودې په برخه کې مفید واقع شي، خو اوس آلمان ته د کډوالو د رسیدو بهیر سست شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب