آلمان د کومو مهاجرو خپلوانو ته ويزې ورکړي؟
آلمان د مهاجرو ۱۰۵ زره خپلوانو ته د اقامت ويزې ورکړي. پر دغه موضوع نور معلومات په دغه انځوريز راپور کي لوستلای شئ:
۱۰۵ زره ويزې
آلمان په ۲۰۱۶ کال ۱۰۵ زره هغو بهرنيانو ته په آلمان کې د اوسيدو ويزې ورکړي دي، چې د مخه يې د کور غړي يا خپلوان په آلمان کې مهاجر وو.
سوريه او عراق
له ۱۰۵ زره ويزو څخه ۷۳ زره يې د سوريايي او عراقي مهاجرو خپلوانو او کورنيو غړو ته ورکړل شوي دي.
منل شوي
آلمان يوازې د هغو مهاجرو د کورنيو غړو ته د اقامت ويزې ورکوي چې په آلمان کې منل شوي وي.
نوی ريکارډ
آلمان تير کال د مهاجرو خپلوانو ته د ويزو د ورکړۍ يو نوی ريکارډ کلک کړ.
د کورنيو يوځای کېدنې قانون
د مهاجرو د کورنيو پاتو غړو ته ويزې، د کورنيو د بېرته يوځای کېدو (Familienzusammenführung) قانون له مخې ورکول کيږي.
د بل ملک
د کورنيو د بېرته يوځای کولو په قانون کې په زرونو هغه مهاجر نه راځي کوم چې په ۲۰۱۶ کال کې يې د يو آلماني او يا په آلمان کې د کوم بل ملک منل شوي کس سره واده کړی وي.
قانوني ويزې
آلمان مخکې هم په دغه هيواد کې د ميشتو مهاجرو خپلوانو ته د اقامت ويزې ورکړي دي، خو نه په دغه شمېر.
۲۰۱۴ کال
په ۲۰۱۴ کال کې آلمان د مهاجرو نژدې ۵۰ زرو خپلوانو ته چې خپلو ملکونو کې پاتې وو، قانوني ويزې ورکړې وې.
۲۰۱۵ کال
په ۲۰۱۵ کال کې بيا د مهاجرو نژدې ۷۰ زرو خپلوانو ته د اقامت ويزې ورکړل شوي وې.
خوښي
تر منل کيدو وروسته، بله لويه خوشالي هغه وخت وي چې د مهاجر د کور پاتې غړو ته د اقامت ويزې ورکړل شي.
رد شوي
خو رد شوي مهاجر د قبول شوو مهاجرو په پرتله د زياتو آسانتياؤ او چانسونو څخه محروم وي، په شمول د کورنۍ د غړو د راوستلو څخه.
تر ټولو زيات مهاجر
افغانستان، سوريه او عراق درې هغه ملکونه چې په ۲۰۵۱ او ۲۰۱۶ کلونو کې یې د نړۍ تر ټولو زیات مهاجر لرل.
هدف آلمان
اروپا ته راتلونکي مهاجر هم، تر ټولو زيات آلمان کې ميشتيدل خوښوي.
يونيم مليون مهاجر
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې شاوخوا يونيم ميليون مهاجر آلمان ته ورسيدل چې له ډلې څخه یې زيات شمير منل شوي دي.
ممکنه بدلون
صدراعظمه انګلا مرکل د مهاجرت په برخه کې د ښه سیاست لرلو په دليل په مهاجرو کې محبوبه وه. خو پر مرکل د خپل دغه سياست له کبله حتی د خپلو سياسي ملګرو له خوا فشارونه او انتقادونه زیات ول چي ښايي په راتلونکي کي د مهاجرو د کورنيو د رابللو په سياست او قواعدو کي د بدلون سبب شي.