آلمان د څېړونکو له پاره په زړه پورې هیواد دی
۱۳۹۲ فروردین ۱۶, جمعه
د ساینسي څېړنو په برخه کې څیړونکو ته جذابه هیواد آلمان، اوس له یوې ننګونې سره مخامخ دی. هغه دا چې پلان شوې ده چې په ۲۰۳۰ کال کې په آلمان کې څه باندې ۲،۱ میلیونه انسانان په څېړنيز ډگر کې په کار بوخت وي چې نيمايي برخه یې بايد د لوړو زدکړو څښتنان وي. خو د آلمان دیموګرافیک جوړښت ته په کتو سره دا یوه واضیح خبره ده چې آلمانیان دغه شمیر نه شي پوره کولی او له دې کبله باید ډیر شمیر بهرني څیړونکي دې هیواد ته راشي.
دا هغه شمیرې دي چې د کډوالو له پاره د آلمان ځانگړې فدرالې ادارې (BAMF) په خپل يوه رپوټ کې خپرې کړې دي. دغه رپوټ په نوموړي ډگر کې د څیړنو پر پايلو ولاړ دی.
د آلمان په هکله مثبت نظرونه
احصاييې ښيې چې ډیر شمیر هغه بهرني کارپوهان او څېړونکي چې په آلمان کې په کار بوخت دي، د شرايطو او په دې هیواد کې له ژوند څخه خوښ دي. د دغې خوښۍ يوه وجه دا هم بلل کيږي چي په آلمان کې له مخکښو پوهنتونونو سره د اقتصادي مرستو نوي دولتي اقدام پوهنتونونو ته زياتې نوې مالي اسانتياوې برابرې کړې دي. د دې تر څنگ په آلمان په نړیواله کچه د یو شمیر مهمو څیړنیزو مرکزونو شتون هم د دې سبب شوی دی ډیر شمیر کارپوهان دې هیواد ته راشي.
د «اليکزاندر فون هومبولد انستيتيوت» وياند گيورگ شول، وايي چې مجهزه پوهنتونونه د بهرنيو کارپوهانو د جلب يوازنی فکتور نه دی. هغه زیاتوي: «موږ په آلمان کې له ډیر شمیر میشتو بهرنيو کارپوهانو او څیړونکو څخه پوښتلي دي چې په دې هیواد کې له ژوند څخه څرنګه تجربه لري. د پوښتل شویو کسانو په ډله کې له ۹۱ سلنه څخه ډیر کسان په آلمان کې خوشاله دي او وايي چي بيا به دې هیواد ته راشي.»
د شول په وينا په آلمان کې په څېړنو بوخت يو شمېر بهرنيو کارپوهانو د دې هیواد د بيوروکراسي تر څنگ د پوهنتونونو په ښارونو کې د اپارتمانونو د ستړي کوونکي تلاش څخه سر ټکولی دی. خو اوس يو شمېر پوهنتونونو د دې ستونزې د له منځه وړلو هڅې پیل کړي دي او د بهرنيو څېړونکو له پاره يې مرستندويه مرکزونه جوړ کړي دي.
ساینسپوهان او انجينيران
په آلمان کې څه باندې ۸۰۰ زره کسان په څېړنيز ډگر کې په کار بوخت دي. د دغو څېړونکو ۸۰ سلنه کسان ساینسپوهان او انجينيران دي. په آلمان کې په څېړنو بوختو بهرنيو کارپوهانو څه باندي ۱۱،۲ سلنه برخه بیا رياضي او «آی تي» پوهان دي. اندرياس بلاک نومي آلماني کارپوه په دې هیواد کې د بهرنيو کارپوهانو پر شتون يوه څېړنه کړې ده. نوموړی وايي چې د بهرنيو کارپوهانو په ډله کې د ساینسي، انجینیري، ریاضي او «آی تي» کارپوهانو شتون يوه مثبته خبره ده. هغه زیاتوي: «دا په دې دليل چې دا هغه ډگرونه دي چې په کې د کارپوهانو کمښت موجود دی. دا چې اوس د دغه ډگر زيات کارپوهان آلمان ته راځي د آلمان د اقتصاد له پاره د خوشالي وړ خبره ده.»
د آلمان دولت په تيرو لسو کلونو کې د بهرني کارپوهانو له پاره المان ته په راتگ کې یو څه آسانتياوې رامنځ ته کړي دي. په دغو آسانتياو کې يوه هم بهرنیو کارپوهانو ته د «شين کارد» په نوم د ويزې ورکول دي.
له یوه هیواد څخه بل هیواد ته د کارپوهانو سفر
آلمان ته د بهرنيو کارپوهانو راتگ د هغو هيوادونو له پاره يوه لویه ستونزه رامنځ ته کوي چې دوی ورڅخه آلمان ته راځي. که څه هم دغه کارپوهان په آلمان کې په څیړنو کې مرسته کوي، خو د هغوی په اصلي وطنونو کې د کارپوهان کمښت موجود وي. دغه ډول پروسې ته په انگليسي ژبه Brain Drain يا له یوه ځایه بل ځای ته د مغزونو کوچیدل وایي.
دا په داسې حال کې ده چې آلماني کارپوه بلاک وايي چې تجربو ښوولې ده چې په آلمان کې په څېړنو بوخت کارپوهان د تل له پاره په دې هیواد کې نه پاتې کیږي. د نوموړي په خبره دغه کارپوهان خپل هيواد ته ستنیږي او خپلې تجربې هم خپل اصلي هیواد ته انتقالوي.