1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د پناه غوښتونکو لگښتونه ۹،۲ میلیارډه یورو ته لوړ سوی

۱۳۹۶ آبان ۱۰, چهارشنبه

په آلمان کي د پناه غوښتونکو لگښتونه په ۲۰۱۶ کال کي د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۷۳ سلنه لوړ سوی دی. دا په داسې حال کي ده چي په دې هیواد کي د پناه غوښتونکو شمیر تر پخوا لا کم سوی دی.

https://p.dw.com/p/2mqD5
Deutschland Bundesamt für Migration und Flüchtlinge in Nürnberg
انځور: picture alliance/dpa/Geisler-Fotopress

دغه خبر د «بیلد» آلماني ورځپاڼي د چهارشنبې په ورځ د آلمان د مرکزي احصایې ادارې په حواله ورکړی دی. په خبر کي راغلي دي چي په ۲۰۱۶ کال کي فدرال حکومت، ایالتونو، ښارونو او نواحیو په مجموعي توګه ۹،۲۳۴ میلیارده یورو پناه غوښتونکو ته د هغوی د خوراک او ژوند د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو په خاطر ورکړي دي.

په ۲۰۱۵ کال کي لا دغه مصارف ۵،۲ میلیارډه یورو ول پداسي حال کي چي د هغو پناه غوښتونکو شمیر چي دولتي مرستي یې اخیستې تر پخوا کم سوي.

د مرکزي احصایې اداره د دغو لگښتونو د لوړیدلو علت  د کورونو لوړي کرایې او ډله ایزو سرپناوو او لیلیو ثابت مصارفو بولي چي د مهاجرو پر کمیدو او خالي پاته کیدو سربیره باید ورته پوره کرایې ورکړل شي. پر دغو لگښتونو باندي د ۲۰۱۵ کال پاته پیسې هم راغلي دي.

په متوسط ډول پر یوه پناه غوښتونکي باندي د کال ۱۲۶۸۰ یورو لگښت راځي، چي د میاشتي تر ۱۰۰۰ یورو یو څه اوړي.