1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

آلمان د پروتستانت اصلاحاتو د پیل ۵۰۰ کلیزه لمانځي

۱۳۹۶ آبان ۹, سه‌شنبه

آلماني مشران د سه شنبې په ورځ په ویتنبېرګ کې د عیسوي مذهبه پروتستان فرقې د اصلاحاتو بهیر د پیل ۵۰۰ کلیزه لمانځي. له همدې کبله په ټول آلمان کې رخصتي ده او په بیلابیلو سیمو کې مذهبي مراسم ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/2mndq
09 BG Das erwartet uns im Oktober
انځور: Imago/epd

آلمان د پروتستانت فرقې د اصلاحاتو بهیر د پیل ۵۰۰ کلیزه له عمومي رخصتي او مذهبي مراسمو سره لمانځي. ډیری مراسم د ویتنبېرګ په ښار کې ترسره کیږي چیرې چې مارتین لوتر په کاتولیک کلیسا کې یو انشعاب رامنځ ته کړ او په دې ترتیب سره یې عیسویت او اروپا ته بدلون ورکړ.

د مارتین لوتر د انقلاب په اړه زموږ له ارشیف څخه دلته مطلت ولولئ: 

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر، او د زاکسن انهالت ایالتي لومړی وزیر راینر هزلوف، به د ویتنبېرګ ښار په څو مراسمو کې ګډون وکړي.

په دې مراسمو کې د آلمان ډیر شمیر نور سیاستوال او له بهر څخه راغلي میلمانه هم ګډون کوي. د کلیزې د مراسمو تر پیل مخکې میرکل ویلي وو چې د سه شنبې مراسم به د دې زمینه برابره کړي چې د اصلاحاتو له کبله د رامنځ ته شویو بدلونو په اړه فکر وشي.

لوتر چې د خدای پیژندنې پروفیسور او کشیش وو، د کاتولیک کلیسا د راهنمایي په اړه د خپلې «۹۵ ماده لرونکې اعلامیې» له لارې پوښتنې راولاړې کړي. ویل کیږي چې هغه د ۱۵۱۷ کال د اکتوبر پر ۳۱مه نیټه د ویتنبېرګ د «کستل کلیسا» پر دروازه باندې خپلې لیکنې میخ کړې وې.

د ویتنبېرګ د ښار په تاریخي مرکز کې به د موسیقۍ ډلې هم خپل پروګرامونه ولري. د دغه ښار څیره اوس د منځنيو پیړو دورې ته ورته سینګار شوې ده.

د ښار لیدونکي کولای شي نورو هنري نندارتونونو ته هم ولاړ شي. پر دې سربیره د آلمان په نورو ښارونو کې هم د مارتین لوتر د اصلاحاتو د پیل ۵۰۰ کلیزه د بیلابیلو پروګرامونو په ترڅ کې لمانځل کیږي.