1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ناټو ماموریت ته ۶۵۰ سرتیري استوي

۱۳۹۵ شهریور ۲۴, چهارشنبه

ناټو غواړي له یوه نوي نوښت سره په مدیترانه سمندرگي کې د تندلارو جهادیانو مخه ونیسي. د آلمان «دیر شپیګل» ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې آلمان هم دغه یو کلن ماموریت ته سرتیري ور کوي.

https://p.dw.com/p/1K1ey
انځور: picture alliance/dpa/B. Wüstneck

د دغه ماموریت هدف د مدیترانې سمندرگي څارنه ده، خو په عین حال کې به د دې وړتیا هم ولري چې هغه بیړۍ تالاشي کړي چې په کې په احتمالي توګه ترهګرو ډلو لکه اسلامي دولت، پورې تړلي کسان پټ شوي وي.

دغه ماموریت ته د «سمندر ساتونکی» نوم ورکړل شوی دی او هیله کیږي چې په مرسته یې د انسانانو او وسلو قاچاق مخه ونیول شي. ناټو به د دې ماموریت له لارې همدا راز اروپايي ټولنې د پولو ساتلو له ادارې یا فرانتکس سره هم مرسته وکړي.

دیر شپیګل ورځپاڼي خبر ورکړی دی چې آلمان به دې ماموریت ته ۶۵۰ سرتیري ورکړي. د دې هیواد حکومت به په دې اړه د سپتمبر میاشتې پر ۱۴مه نیټه په یوې ځانګړې غونډه کې بحثونه وکړي. د پلان له مخې به، د روانې میاشتې په پای کې د آلمان پارلمان ته د دغه ماموریت یو پلان وړاندې شي ، څو تایئد شي.

د اوسنیو پلانونو له مخې د ناټو د «سمندر ساتونکی ماموریت» د ۲۰۱۷ کال تر دسمبر میاشتې پورې دوام کوي.

د آلماني پوځ له پاره ډیره ښکیلتیا

آلمان غواړي په دې ماموریت کې له برخې اخیستلو سره په اروپا او ناټو اتحاد کې د خپل پوځ ونډه پراخه کړي. د آلمان د دفاع وزیره اورزلا فون دیر لاین، له څه مودې راهیسې د آلماني پوځ د تجهیزاتو په عصري کولو او د شمیر پر لوړولو باندې بوخته ده.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، پارلماني مشرانو ته په یوه لیک کې ویلي دي چې ترهګر کولای شي د مدیترانې له پاره د لیبیا په څیر هیوادونو څخه د آلمان امنيت ته احتمالا ګواښ پیښ کړي.

د ناټو مشرانو د جولای په میاشت کې په پولند کې د خپلې سرمشریزې پر مهال پر دغه ماموریت موافقه وکړه. تمه کیږي چې دغه ماموریت به د ناټو د «ایندور ماموریت» ځای ونیسي چې د ۲۰۰۱ کال له سپتمبر میاشتې راهیسې پلي کيږي.