آلمان د مهاجرو له پاره څه کوي؟
۱۳۹۲ خرداد ۲۰, دوشنبهد آلمان د احصائیې ادارې په ۲۰۱۲ کال کې په دغه هیواد کې د گډوالو شمیر تر یو میلیون کسانو لوړ ښوولی دی. آلمان ته له هسپانیې، یونان او پرتگال څخه د راتلونکو کډوالو شمیر د پخوا په پرتله دوه برابره لوړ شوی دی.
د آلمان د «برتلزمن څیړنیز انجمن» د معلوماتو په حواله، د هغو کډوالو له ډلې څخه چې آلمان ته راځي نیم یې لوړي زده کړي لري. خو بيا هم له ستونزو سره مخامخ وي.
آلمان ته تازه راغلي کډوال تر هرڅه لومړی له دې ستونزي سره مخامخ یې چې څرنگه او چیري د خپل ځان له پاره یو ښه کار وموندي او دا چې په کومو رشتو کې د هغوی تجربې او زده کړي په رسمیت پیژندل کیږي.
کډوال همداراز له دې پوښتني سره مخامخ وي چې په آلمان کې خپل تازه ژوند څرنگه پیل کړي او دا چې آیا هغوی کولای شي په دغه هیواد کې پاته شي او که نه؟
د ټولنیزو موضوعاتو څیړونکي او سیاستوال اندیښنه لري چې که آلمان دغو پوښتنو ته ژر یو ځواب و نه موندي نو دغه هیواد به هغه کسان له لاسه ورکړي، چې د دغه هیواد د نفوس د کمیدو او رړښت ستونزه حلولای شي.
په آلمان کې د «متوسط اقتصاد» په نوم ټولنه وايي: «اوس پیچلي او ستونزمن قوانین موجود دي چې له عملي شرایطو سره سمون نه خوري او ستونزي راولاړوي.» د دغې ټولنې په خبره د بیلابیلو ایالتونو صلاحیتونه په دې برخه کې شفافیت کموي.
د پارلماني چارو په برخه کې د آلمان د اقتصاد وزارت لوړپوړي مامور له دویچه ویله سره په مرکه کې دا خبره ومنله چې په دغه هيواد کې دغه ډول گډوال ډیر وخت د دې پر ځای چې ژر ومنل شي، ردیږي. هغه ټینگار کوي چې اوس د دغو ستونزو د له منځه وړلو له پاره هلې ځلې رواني دي، خو ټینگار کوي چې باید نور کارونه هم وشي. هغه زیاته کړه:
«نړیوال باید په دې خبره پوه شي چې موږ د هغوی هرکلی کوو او دا چې هغوی به په آلماني ټولنه کې مدغم او ومنل شي. موږ په دې برخه کې ډیر فعالیتونه کړي دي خو پر دې سربیره هم باید نوري هڅې وشي. زه باور لرم چې موږ په دې برخه کې په بریالیتوب سره مخ پر وړاندي روان یو.»
نوي قوانین
پلان شوې ده چې د روان کال له جولای میاشتې راهیسې نوي قوانین ترلاسه لاندي ونیول شي. د دغو قوانینو له مخې له اروپايي ټولنې څخه دباندي مسلکي کسان هم اوس کولای شي چې په آلمان کې کار وکړي.
له یوه کال راهیسې له اروپايي ټولنې څخه دباندي هیوادونو د اوسیدونکي تحصیلي اسناد هم په اسانۍ سره په آلمان کې منل کیږي. هغه کسان چې غواړي له اروپايي ټولنې څخه بهر کسانو ته د کار زمینه چانس ورکړي، د هغوی تحصیلي اسناد د آلمان له معیارونو سره مقایسه کوي. اوس د دې کار له پاره د پخوا په پرتله ساده شرایط برابر شوي دي.
انترنتي پاڼو هم کار اسانه کړی دی
د آلمان د اقتصاد له وزارت څخه ارنست بورگباخر وایي چې گډوال تر دې دمخه چې د آلمان په لور حرکت وکړي کولای شي د دغه هیواد په اړه د انترنت له لارې کافي معلومات ترلاسه کړي. د هغه په اند د «Make-it-in Germany» په نوم انترنتي پاڼه د آلمان په اړه ډیر مهم او مفید معلومات خپلو کاروونکو ته وړاندي کوي. په دې پاڼې کې همداراز د کاري زمینو په اړه ځیني وړاندیزونه هم شوي دي.
په دې برخه کې یوه بله انترنتي پاڼه «EURES-Netzwerk» نومیږي چې پکښې په بیلابیلو ژبو په آلمان کې د اوسیدو او کارکولو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.