1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د مهاجرو د کورنیو الحاق ډیرې ویزې صادر کړي دي

۱۳۹۶ شهریور ۷, سه‌شنبه

د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ دغه هیواد له ۲۰۱۵ کال راهیسې په آلمان کې د مهاجرو د کورنیو یوځای کیدو ۲۳۰ زره ویزې صادر کړي دي. ویل کیږي چې دغه شمیر مخ پر ډیریدو دی.

https://p.dw.com/p/2j2kz
Deutschland Familie Houd am Flughafen
انځور: DW/D. Heinrich

د «بیلد» آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې د ۲۰۱۵ م کال له جنورۍ څخه اوسه پورې په آلمان کې مهاجرو ته د کورنۍ د الحاق (د یوه مهاجر له خوا آلمان ته د کورنۍ د غړو راغوښتلو) ډیرې ویزې صادر شوي دي.

نوموړې ورځپاڼه د امنیتي کارپوهانو په حواله  لیکلي دي چې د ټول آلمان په کچه شاوخوا ۲۳۰ زره داسې ویزې ورکړل شوي دي. 

د دغه رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۵ م کال کې شاوخوا ۷۰ زره، په ۲۰۱۶ م کال کې شاوخوا ۱۰۰ زره او د روان میلادي کال په لوموړۍ نیمايې کې د کورنۍ د یوځای کیدو یا الحاق له پاره له ۶۰ زره غوښتنلیکونو سره موافقه شوې ده. تمه کیږي چې د ویزو د ورکړې دغه مخ پر زیاتیدونکی بهیر به د روان کال په دویمه نیمایې کې هم همداسې ادامه پيدا کړي.

«بیلد» ورځپاڼه زیاتوي چې په تیرو دوه نیمو کلونو کې ۱۰۲ زره دا ډول ویزې د عراقي او سوریایې مهاجرو کورنیو ته ورکړل شوي دي. «بیلد» د یوه داخلي سند په حواله لیکلي دي: د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو غوښتنلیکونو په اړه پریکړو ته په کتلو سره لیدل کیږي چې د مهاجرو د کورنۍ ډير شمیر غړي دغه ویزې ترلاسه کوي، تر څو د خپلې کورنۍ غړي آلمان ته انتقال کړي.

په دې اساس هغه خلک چې په آلمان کې د خپلې کورنۍ له مهاجر غړي سره د یوځای کیدو اجازه به ولري۲۶۷ زرو ته رسیږي. دغه معلومات د آلمان حکومت له هغو ارزونو سره مطابقت کوي چې د«هایل برونر شتیمه» آلمانۍ ورځپاڼې یې په اړه راپور ورکړی وو.

د هغه قانون پر بنسټ چې د تیر کال د فروری په میاشتې کې تصويب شوی دی د ۲۰۱۶ م کال د مارچ میاشتې څخه د ۲۰۱۷ م کال تر مارچ میاشتې پورې د هغو مهاجرو د کورنۍ دالحاق حق چې یوازې د فرعي حفاظت اسناد ترلاسه کړي دي، ډیر زیات محدود شوي دي.

دغه محدویت د واکمن ائتلاف د پناه غوښتنې د دویمې بستې په چوکاټ کې تصویب کړی دی. دا قانون زیاتره د سوریایې مهاجرو پورې اړه نیسي.

د دوی ډير شمیر نور نو د جنیوا د کنوانسیون په اساس د هغو کسانو په توګه په رسمیت نه پیژندل کیږي چې تر تعقیب لاندې دي، له همدې امله دوی یوزاې د فرعي حفاظت ویزه ترلاسه کوي. دوی د مهاجرت له دې موقعیت سره نه شي کولی خپل ماشومان، میرمنه او یا په هغه صورت کې چې قانوني عمر ته نه وي رسیدلی خپل مور پلار آلمان ته راوړي.

په ورته  موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: