آلمان د مهاجرو د پناه په پریکړو کې مخکښ دی
۱۳۹۶ آذر ۱۳, دوشنبهد رسنیو د رپوټونو په حواله د ۲۰۱۷م کال په لومړۍ نیمایې کې په آلمان کې د اروپایې اتحادیې د نورو ۲۷ غړو هیوادونو په پرتله د مهاجرو د ډیرو غوښتنلیکونو په هکله پريکړي شوي دي.
په داسې حال کې چې یوازي په آلمان کې د مهاجرو پر ۳۵۷۶۲۵ غوښتنلیکونو پریکړې شوي دي، په مجموعي ډول په ۲۷ اروپایې هیوادونو کې دغه شمیر ۱۹۹۴۰۵ته رسیږي. دغه شمیرې «دي ولټ» آلمانۍ ورځپاڼې د اروپایې اتحادیې د احسایې دفتر«ایرو شتات» له خوا د خپرو شویو ارقامو پر بنسټ خپرې کړي دي.
خو د اروپایې اتحادیې د احسایې دفتر له خوا خپاره شوي ارقام بیا د کډوالو په برخه کي آلمان فدرالي ادارې (BAMF) له خپرو شویو ارقامو سره توپير لري. د (BAMF) په حواله د روان کال په لومړۍ نیمایې کې د پناه غوښتني ۳۸۸۲۰۱ غوښتنلیکونو پریکړې شوي دي.
د غیر قانوني سفر دوام
رپوټ زیاتوي چې د پناه د غوښتنلیکونو په پرتله په واضح ډول د پریکړو په برخه کې ښه والی راغلی دی، خو د هغو کسانو شمیر چې د پنا په لټه کې دي په حقیقت کې په مختلفو هیوادونو کې باقي پاته کیږي.
ډیر مهاجر په غیر قانوني ډول خپل د خوښې هیواد، په ځانګړې توګه آلمان پر لور خپل سفر جاري ساتي. د دغه رپوټ پر بنسټ له اپریل میاشتې راهیسې هره میاشت شاوخوا ۱۵ زره نوي پناغوښتونکي دغه هیواد ته داخلیږي. په دې توګه نو آلمان د پناغوښتونکو له پاره یو تر ټولو مهم هدف یا د دوی د خوښې هیواد په توګه همداسي باقي پاتيږي.
د «Norddeutschen Rundfunks» راډیو د رپوټ پر بنسټ په عین وخت کې د مهاجرو د پناه غوښتنلیکونو په اړه د پریکړو پر ضد د اقامای دعوې هم ډيري شوي دي. د روان ۲۰۱۷م کال په لومړۍ نیمایې کې د کډوالو په برخه کې د آلمان فدرالي ادارې د نږدې هرې دویمې پریکړې پر ضد په محکمو کې دعوی شوې ده. په ۲۰۱۶م کال کې یوازي د هرې څلورمې پریکړې په اړه دعوی شوې وه.
همدارنګه د بریالیتوب یا مثبت ځواب جانس هم زیات شوی دی. د ۲۰۱۷م کال له جنورۍ څخه تر جولای میاشتې پوري د آلمان محکمو تر هري څلورمې دعوی ډیرو ته مثبت ځواب ورکړی دی. په داسې حال کې چې دا تناسب بیا تیرکال په مجموع کې تر هر لسم کس زیات وو.
د هانور ښار د اداري محکمې ویاند بورخارد لنګه، NDR راډیو ته وویل : «د دې له پاره چې د پریکړو شمیر لوړ شوی دی، د BAMF له خوا د دوسیو د څیړنې پروسیجر ته توجه یو څه کمه شوې ده».
په همدې حال کې د NDR Info رسنۍ ارقام بیا د BAMF او «ایرو شتات» له خوا له ورکړل شویو ارقامو سره ډير توپير لري. د دې رسنۍ په حواله د ۲۰۱۷م کال په لومړۍ نیمایې کې پر نږدې۲۲۰ زرو پناه غوښتنلیکونو په اړه پریکړي شوي دي.
dpa,afp(S.N/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه: