1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د جنګ ځپلي حلب له پاره روغتیايي مرستې ډیرې کړي دي

۱۳۹۵ دی ۷, سه‌شنبه

آلمان په حلب ښار کښې د شاوخوا ۱۰۰۰ روغتیايي مسلکي کسانو د کار د ادامې له پاره د ۱۵ میلیونه یورو د مرستو د بستې اعلان کړي دی. د سوريې په ښارونو کښې روغتیايي آسانتیاوي او ډاکټران زیاتره د خلکو ژوندونه ژغوري.

https://p.dw.com/p/2UuLB
Syrien Aleppo Vorher-Nachher: Altstadt-nachher (2016)
انځور: Reuters/O. Sanadiki

د آلمان د اقتصادي همکاريو د پراختیا وزیر، ګیرد مولر د «بیلد» ورځپاڼې ته ویلي دي چې آلمان غواړي د حلب جنګ ځپلې ښار کښې د شاوخوا ۱۰۰۰ مسلکي روغتیايي کسانو د کار د ادامې له پاره مرسته وکړي.

مولر په دې هکله وویل: «همدا چې نړیواله ټولنه د نا امیدۍ په فضا کښې په سوریه کښې وژنو او د بمونو اچونو ته ګوري، په دې حالت کښې باید د حلب ښار د اوسیدونکو له پاره په پراخه کچه بشري مرستې هم ترسره شي.» هغه همدا راز زیاته کړه: «که چیرته دغه کار ناوخته وشي، د سوريې په کړکیچ کښې به د یو بل بشري ناورین شاهدان اوسو.»

د ۱۵میلیونه یورو د مرستو بسته به د شاوخوا ۱۰۰۰ ډاکټرانو، نرسانو او د رواني ستونزو د ډاکټرانو د کار د دوام په معني وي او په دې سره به دوی وکولای شي چې د راتلونکو ۳۰ میاشتو له پاره خلکو ته خپل خدمتونه وړاندي کړي. پر دې سربیره، د همدې پروګرام له لارې به په سوریه کښې شاوخوا ۲۰۰ مسلکي کسان هم وروزل شي، څو په سوريه کښې ملکي کسانو ته رواني سلا مشورې ورکړي.

په حلب کښې اوږدې جګړې او په دې وروستیو کښې د حکومتي ځواکونو له خوا له یاغیانو څخه د حلب د شرقي سیمو بیرته نیولو، په دغه ښار کښې روغتیايي اسانتیاوې تر ډیره حده له منځه وړي دي. د سوریې او روسيې د ځواکونو هوايي بریدونو په دوامداره توګه روغتونونه او کلینیکونه په نښه کړي او په دې کار سره یې لسګونه ډاکټران او نرسان وژلي دي.

په ورته وخت کښې بیا زیاتره روغتیايي مسلکي کسان له سوریې څخه تیښتې ته مجبور شوي او له دې امله په دې هیواد کښې بشري ناورین له لا ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د ۱۵میلیونو یورو دغه مرستندویه بسته به په سوریه او ګاونډیو هیوادونو کښې چېري چې کابو ۴.۸ میلیونه سوریايي مهاجرین میشت دي، د آلمان له خوا د «کار په مقابل کښې د پیسو د ورکړې» د پروګرام په چوکاټ کښې ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په سوریه کښې ۱۳.۵ میلیونه انسانان بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې ډلې څخه ۹۰ سلنه یې بیا روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

د آلمان د اقتصادي همکاريو د پراختیا وزارت له خوا د خپرو شویو معلوماتو په اساس، له ۲۰۱۲م کال راهیسې هغه مهال چې په سوریه کښې روان کړکیچ پیل شو، د آلمان حکومت په دې هیواد کښې د بشري مرستو په چوکاټ کښې کابو ۱.۵ میلیارده یورو مرسته کړې ده.

د ۲۰۱۸م کال تر رارسیدو پورې به دغه مقدار مرسته ۲.۳ میلیارده یورو ته لوړه شي او په دې سره به آلمان د نړۍ په کچه د سوریې د کړکیچ له پاره په دریم ستر مرستندیوه هیواد بدل شي.