آلمان خپل وګړي د خوراکي توکو ځیرمه کولو ته هڅوي
تر سړې جګړې وروسته د لومړي ځل له پاره د آلمان حکومت په پام کې لري چې له خپلو وګړو څخه وغواړي چې د احتمالي ناورينونو له پاره د چمتوالي په موخه، د دوو اوونیو له پاره د ژوند د نورو لومړنیو اړتیاو زېرمه ولري.
د تر ټولو خرابو حالاتو له پاره چمتوالی
دغه طرحه چې د آلمان په «ملکي دفاعي طرحه» کي راغلې ده، آلماني وګړي دې ته مکلفوي چې په خپلو کورونو کې د دوو اوونیو له پاره خوراکي توکي او د څښاک اوبه ذخیره کړي. د دې طرحي هدف دا دی چې خلک په بیړنیو حالاتو کې د درملو او نقدو پیسو په ګډون، د اړتیا لومړنیو موادو ته د دولتي مرستو تر رسیدو مخکې لاسرسی ولري.
د احتمالي ناورين له پاره چمتوالی
د یوه احتمالي ناورین له پاره د چمتوالي په موخه د دومره موادو د زېرمه کولو وړاندیز د سړې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته، هیڅ وخت سابقه نه لري. د دغې ستراتیژي امر په ۲۰۱۲م کال کې د یوه پارلماني کمیسیون له خوا ورکړل شو. خو دغه طرحه په داسې حال کې خپریږي چې د ترهګری په اړه اندیښنې مخ پر ډیریدو دي. د طرحي محتوا نوې خبره نه ده، ځکه آلمان له ډیر وخت راهیسې خپل وکړي د خوراکي توکو زېرمه کولو ته هڅوي.
تر ټولو لومړی اوبه!
«د کړکېچ پر مهال د خلکو د ساتني آلمانۍ ادارې» په انترنت کې د یوه نوملړ په خپرولو سره سپارښتنه کړې ده چې د دوو اونیو له پاره کومو موادو ته اړتیا شته. د دې نوملړ په سر کې د څښاک اوبه راځي چې هر کس باید د دوو اوونیو له پاره ۲۸ لیتره اوبه ولري. انسان کولای شي له خوراکي توکو پرته د څو اوونیو له پاره ژوند وکړی خو له اوبو او مایعاتو پرته یوازې څلور ورځي ژوند کیدای شي.
کوم مواد او کومه اندازه باید زېرمه شي؟
د آلمان د خوراکي توکو وزارت آن د حساب یو آنلاین ماشین جوړ کړی دی چې په مرسته یې خلک کولای شي روښانه کړي چې کومو موادو ته په کومه اندازه اړتیا لري. دې وزارت ویلي دي چې د وریجو، ډوډۍ او مکاروني په څیر ۹،۴ کیلوګرامه مواد کولای شي چې د یو کس د دوو اونیو مصرف پوره کړي. دې وزارت د ۶،۵ کیلوګرامه سبزیو، ۷،۳ کیلوګرامه میوې او لبنیات او ۱،۲ کیلوګرامه کبانو د زېرمه کولو سپارښتنه کړې ده.
حفظ الصحې ته اړتیا
له ناروغیو په آمان کې د پاتېدو له پاره بیا حفظ الصحه ډیره اړینه ده. خو د اوبو او بریښنا په نه شتون کې، د ځان، خولې او لاسونو پریمنتل یو ډیر ستونزمن کار دی. له دې کبله که اوبه لږ وي، نو هغه باید په لویو ظرفونو کې زېرمه شي. پر دې سربیره باید په کافي اندازه سابون، د ظرفونو پریمنتلو مایع، د غاښونو کریم، د کثافاتو کڅوړې او تشناب کاغذ موجود وي.
کورنی درملتون
د آلمان حکومت همداراز له خپلو خلکو غوښتې چې د خپلې اړتیا درمل هم زېرمه کړي.
کله چې بریښنا نه وي
بریښنا ډیر وخت د څو ساعتونو له پاره نه وي، خو په بېړنیو حالاتو کې بیا بریښنا کیدای شي چې د څو ورځو له پاره قطع شي. له دې کبله ښه به وي چې په کورونو کې اورلګید، لاسي څراغ او شمعې زېرمه شي.
د راډیو له لارې خبرتیا
د «کرکیچ پر مهال له خلکو سره د مرستو آلمانۍ ادارې» په حواله هغه راډیو ګانې چې د بتریو په مرسته کار کوي، د معلوماتو د ترلاسه کولو تر ټولو ښه وسیله ده. په ځینو اضطراري حالاتو کې راډیو کولای شي چې د ژغورني یوازنۍ وسیله وي.
نغدي پیسې
په اضطراري حالاتو کې نغدي پیسې هم اړینې بلل کیږي. که برښنا نه وي، بانکونه کار نه کوي او په دې ترتیب له انلاین بانکداري او یا هم د پیسو ایستلو له ماشینونو څخه کار نه شي اخیستل کیدای.
د بېړنیو وختونو له پاره یو بکس
په اضطراري حالاتو کې ځینې وختونه داسې هم پېښيږي چې وګړي باید سفر وکړي، له دې کبله د آلمان حکومت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې ده چې یو سفري بکس ولري. حکومت ویلي دي چې په دغه بکس کې باید د لومړنیو مرستو یوه بسته موجوده وي، د دوو ورځو له پاره باید پکښې خوراک مواد وي. پر دې سربیره باید پکښې نور اړین مواد هم موجود وي.