آلمان: خلک د کور اضافي شيان مرستندويه ټولنو ته سپاري
په آلمان کې ډیری خلک خپل د کور اضافي شيان باطلوي، خو ترڅنګ يې مرستندويه ټولنو ته هم سپارې چې هغوې يې بيا پر بې وزلو او مهاجرو ویشي. په ويزيل ښار کې د همدا ډول يوې موسسې څخه انځوريز البوم دلته کتلی شئ:
روجايانې
د ويزيل ښار مهاجرو سره د مرستندويه ټولنې مسئولان وايي کوم شيان چې دوي ته خلک سپاري بايد پاک وي او خراب شوي نه وي. په صالون کې د هر جنس له پاره جلا ځايونه په نظر کې نيول شوي دي.
د ماشومانو کتابونه
په دغې مرستندويه ټولنه کې ماشومانو له پاره د جامو او بوټونو تر څنګ، کتابونه او د لوبو سامان هم شته.
د ماشومانو د خوښې شيان
ماشومانو ته ډيره توجه کيږي. په صالون کې د کتابونو تر څنګ ماشومانو له پاره ډول ډول د لوبو سامان او د هغو د خوښي نور شيان هم شتون لري؛ لکه: پزلونه او داسې نور.
قرطاسیه
ډول ډول قلمونه، پنسلونه، رنګې او د رسامۍ سامان هم هغه درسي مواد دي چې د مهاجرو ماشومانو له پاره ډیر ښه په درد خوړلی شي.
پاکې او مينځل شوې
مخکې له دې چې جامې يا نور سامان د مهاجرو له پاره کيښودل شي د ټولنې مسئولانو لخوا کتل کيږي. ټول سامان او وسايل، په ځانګړې توګه جامې بايد پاکې او نوې وي.
لوښي
په لمړيو وختونو کې آلمان ته رسيدلي مهاجر نشي کولاي خپل د کور ټول ضروريات په پيسو راونيسي. د مهاجرو له پاره دغه ډول مرستندويه ټولنې په ځانګړې توګه نويو مهاجرو سره په دې برخه کې ډيره مرسته کولای شي.
بړستنې او کمپلې
دا چې آلمان کې هوا ډيری وخت سړه وي، د بړستنو او کمپلو اړتیا په کې زياته ليدل کيږي. له همدې کبله يو شمير خلک کوښښ کوي چې خپلې اضافه بړستنې او کمپلې پر ځای د دې چې باطلې يې کړي، د مهاجرو مرستندويه ټولنو ته يې سپاري.
بوټونه
د ښځو، نارينه و، او ماشومانو له پاره هر ډول بوټونه او کرمچې هم په دغې صالون کې پيدا کيږي.
نيکمل
نیکمل وايي چې درې کاله مخکې چې تازه آلمان ته راغلی وو له دغې ټولنې څخه يې ځينې شيان اخیستلي وو، خو وايي چې نن يې خپله د کور يو اندازه اضافي سامان چې د استفادې وړ دي ورته راوړي دي.
سفري بکسونه
په هر سايز کې بکسونه هم شته، د ټولنې مسئولان وايي ښايي دوي ته خلک ډير بکسونه او بيګونه راوړي خو دوي د اصولو له مخې يوازې هغه يې ورڅخه مني چې د استفادې وړ وي.
د حمام سامان
په آلمان کې د مهاجرو له پاره دغه ډول مرستندويه موسسې چې خلک ورته خپل د کورنو وسايل سپاري له ډيرو کلونو راهيسې فعاليت کوي. د ويزيل ښار د ټولنې مشره وايي چې په دغې څانګه کې له ۲۸ کلونو راهيسي کار کوي.
ګرم جمپرونه
خلک خپل شيان د سه شنبې په ورځو ټولنې ته راوړي. ټولنې بيا پر مهاجرو د هغو د ويش له پاره د هرې مياشتنۍ لمړنۍ سه شنبه ټاکلې ده. ټولنه د دغې ورځ د سهار له اتو بجو تر ۱۲ بجو پورې د مهاجرو پر مخ خلاصه وي.
څه شي دې چې په کار وي اوچتوی یې شي
مهاجر په نوبت صالون ته پريښودل کيږي او کولای شي په خپل ټاکلي وخت کې هر هغه څه يې چې په کار وي او خوښيږي واخلي. خو نوبت بايد مراعات کړل شي.