1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کي مهاجرین د زړو کسانو د ساتنې له پاره روزل کیږي

۱۳۹۶ تیر ۲۷, سه‌شنبه

آلمان اوسمهال د خپل نفوس د زړښت له ستونزې او همدا راز د هیواد په کچه د روغتیايي کسانو شمیر هم په کمیدو دی. اوس یو مسلکي روزنیز مرکز د دې ستونزې له پاره مهاجرین روزي ترڅو دوی په راتلونکې د کار بازار ته وړاندې کړي.

https://p.dw.com/p/2gjrJ
Flüchtlinge Ausbildung als Pflegekräfte
انځور: DW/W. Dockery

د یوې مصنوعې زړې میرمنې مجسمې شاوخوا ته اته کسان راټول شوی. یو ښوونکی دوی ته وايي چې د دې زړې میرمنې د مجسمې نوم میرمن مولر دی او ورته وايي چې هغې مغزي سکته کړې. د میرمن مولر خوله درد کوي. له یو ولاړ مهاجر څخه غوښتل کیږي چې هغه معاینه کړي او وګوري چې څه ستونزه لري. یو مهاجر زده کوونکي تر معاینې وروسته وویل: «د هغې ژبه سپینه شوې. کیدای شي د هغې خوله مکروبي شوې وي.»

له دوشنبې نیولې تر جمعې ورځې پورې په ورځني ډول، له افغانستان، عراق او سوریې څخه تازه راغلي مهاجر په غربي آلمان د بن ښار د (Bonner Verein für Pflege- und Gesundsheitberufe e.V) په نامه په یوه مرکز کې د زړو کسانو د پاملرنې په هکله زده کړې ترلاسه کوي. دوی ته شپږ میاشتې روزنه ورکول کیږي ترڅو دوی د آلمان د کار په بازار کې د زړو کسانو د پاملرنې د متخصصینو په توګه ادغام شي او آلماني ژبه هم زده کړي.

زیاتره مهاجرین د ۱۸ او ۳۴ کلونو ترمنځ دي

د حکومتي شمیرو له مخې، په آلمان کې تر ۲۰۳۵م کال پورې د داسې کسانو شمیر چې عمرونه یې له ۶۷ څخه ډیر وي، کابو ۲۱ میلیونو کسانو ته رسیږي. تر ۲۰۵۰م کال پورې به د آلمان کابو نیمايي نفوس له ۸۰ کلونو څخه ډیر عمر ولري. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو په اوږدو کې کابو ۱،۲ میلیونه مهاجرین آلمان ته راغلي دي او له دوی څخه د زیاتره کسانو عمرونه هم د ۱۸ او ۳۴ کلونو ترمنځ دي. دغه مسکلي روزنیز مرکز هڅه کوي چې تازه راغلي مهاجرین د آلمان له زړښت سره د مخ نفوس د مرستې او پاملرنې له پاره وروزي.

د یاد سازمان ویانده، بیرګیت شییر باوم په دې هکله وايي: «دا به هوښیارتیا وي چې مهاجرینو ته فرصت برابر شي. د زړو کسانو د پاملرنې له پاره اوس ډیر شمیر ځوان کسان نه شته.» نوموړې همدا راز زیاته کړه چې مهاجرین غواړي چې کار وکړي او د روغتیايي کسانو له پاره په آلمان کې پرمختګ ښه فرصتونه موجود دي.

تر روزنې وروسته، د دې مسکلي روزنیز د پروګرام په چوکاټ کې زده کوونکي باید په یوه روغتون کې د یوې میاشتې له پاره عملي کار هم وکړي. د دې عملي کار د ځای د موندلو په هکله یاد سازمان له زده کوونکو سره مرسته کوي.

Knöchrige Hände Gicht
انځور: imago/Bild13

په ورته وخت کې د دې روزنیز پروګرام ټول ګډونوال د مختلفو هیوادونو اوسیدونکي دي او په خپلو هیوادونو کې یې په بیلابیلو برخو کې زده کړې هم کړي دي. د بیلګې په توګه ۲۷ کلن رامي بازي په افغانستان کې د فزیکي تیراپي په برخه کې زده کړې کړي او په خپله څانګه کې یې درې کاله کار هم کړی. نوموړی څو کاله مخکې د طالبانو او د نورو ډلو د جګړو له امله دې ته اړ شو چې خپل هیواد ترک کړي. نوموړي په دې هکله وویل: «زما ورور او زموږ ګڼ شمیر خپلوان مړه شول.» رامي بازي د څو میاشتو مزل وروسته آلمان ته رسیدلی. هغه د پاکستان، ایران، ترکیې او په مدیترانه کې د کښتۍ له لارې آلمان ته راغلی دی.

لا ډیرو وړتیاوو ته اړتیا

که څه هم رامي په افغانستان کې په خپله څانګه فزیکي تراپي کې ډیر کار کړی، خو هغه د خپلې تجربې په درلودلو سره هم په دې ونه توانید چې په آلمان کې په خپله رشته کې کار وکړي. آلمان ته راغلي ګڼ شمیر مهاجرین له ورته ستونزو سره مخ دي. د دوی سندونه دلته په آلمان کې اعتبار نه لري. د کار موندلو له پاره مهاجرین باید لا ډیرې زده کړې او روزنې ترلاسه او کلونه انتظار وباسي. رامي پریکړه وکړه چې د دې سازمان له پروګرام سره یوځای شي ترڅو د کار په بازار کې ځان ته فرصت برابر کړي.

داسې اټکل کیږي چې د روغتیايي روزنې دغه پروګرام به په راتلونکې کې هم ادامه ولري. ویل کیږي چې په راتلونکې کې به د دې پروګرام په چوکاټ کې داسې کسان هم وروزل شي چې په دې برخه کې یې پخوانی تجربه او زده کړې نه وي کړې. د دغه پروګرام مالي تمویل د آلمان حکومت د «وړتیا له لارې ادغام» د پروګرام په چوکاټ کې په غاړه لري.

رامي بازي هیله من دی چې دغه پروګرام به نه یوازې هغه ته د آلمان د کار بازار ته لار پرانیزې بلکې هغه به د آلمان په ټولنه کې قبول او ادغام هم شي. هغه په پای کې وايي: «زه هیله لرم چې آلمان به ما قبول کړي او هیله لرم چې د آلمان د خلکو له پاره کار وکړم.»

منبع: انفو مایګرنټ

د چاپ او نشر ټول حقوق د انفومایګرنټ سره خوندي دي.

ویسلي ډاکري / خ. حکیمي