آلمان ته د مهاجرو په راتګ کې کموالی راغلی دی
۱۳۹۶ بهمن ۲۵, چهارشنبهد ۲۰۱۷ میلادي کال په جنوري میاشت کې په آلمان کې د راجستر شویو مهاجرو شمیر ۱۴۴۷۶ تنه وو. په دې توګه نو د هغو مهاجرو شمیر چې سږ کال آلمان ته راغلي دي د تیر کال د همدې مودي په پرتله ۱۵،۱ سلنه کم شوی دی.
همدارنګه د تیر کال د دسمبر میاشتې په مقایسه، د هغو مهاجرو شمیر چې د روان کال په جنوري میاشت کې آلمان ته راغلي دي ۶،۱ سلنه ټیټ شوی دی. د جنورۍ په میاشت کې آلمان ته له سوریې څخه ۲۳۲۸ تنه، له عراق څخه ۱۲۲۷، له نایجیریا څخه ۹۲۷ او له ترکیې څخه ۷۴۱ تنه پناغوښتونکي په آلمان کې راجستر شوي دي.
له افغانستان څخه چې د یوې اوږدې مودي له پاره په ډیر لوړ شمیر کې مهاجر آلمان ته راتلل په جنورۍ میاشت کې یوازې ۶۷۵ تنه پناغوښتونکې راجستر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د مهاجرت ادارې د جنوري په میاشت کې د پناهندګۍ د ۲۹۱۷۳ غوښتنلیکونو په اړه پریکړه کړې ده. د دغو پناغوښتونکو له ډلې څخه چې د پناهندګۍ غوښتنلیکونه یې څیړل شوي دي ۱۶،۲ سلنه یې د ژنیف د کنوانسیون له مخې د مهاجر په توګه منل شوي دي.
۱۱،۶ سلنو یې فرعي حفاظت یا محدوده اقامه ترلاسه کړې، چې په اوس وخت کې د دا ډول فرعي حفاظت درلودونکي مهاجر نه شي کولی د کورنۍ د الحاق پروګرام په چوکاټ کې خپل د کورنۍ غړي آلمان ته را وغواړي.
د آلمان د مهاجرت ادارې د دغو پناغوښتونکو له ډلې څخه یوازې شپږ سلنو ته یې د اخراج ممانعت ورکړی او د ۳۹،۲ سلنو د پناهندګۍ غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.
په ۲۷ سلنه مواردو کې د دوسیو د څیړنې بهیر درول شوی دی، ځکه دوی خپل د پناهندګۍ غوښتنليکونه بیرته اخیستې دي. د جنوري میاشتې تر پایه پورې د هغو دوسیو شمیر چې په انتظار کې دي او باید وڅیړل شي ۵۷۶۹۳ مواردو ته را ټيټ شوی دی.