آلمان ته د رسیدو له پاره په بار وړونکو اوړګاډو کې پټیدل
۱۳۹۶ مهر ۱۰, دوشنبهد آلمان په مونشن ایالت کې فدرال پولیسو د روان کال له پیل راهیسې آلمان ته د اور ګاډو په واسطه راغلي ۳۱۹ کسان نیولي. دغه راز مهاجرین زیاتره له اتریش څخه د اورګاډو په واسطه د آلمان بایرن ایالت ته ځانونه رسوي.
د یکشنبې په ورځ د آلمان د فدرال پولیس د پلټنې څانګې خبرداری ورکړ چې دغه مهاجرین چې غواړي په باري اورګاډو کې ځانونه پټ کړي او آلمان ته راشي، د سړې هوا خطر له پامه غورځوي. پولیس وايي چې په سړه هوا کې د تند شمال له امله د مهاجرینو ژوند له خطر سره مخ کیږي.
په همدې ترڅ کې د آلمان فدرال پولیس ټنیګار کوي چې هغه مهاجرین چې له دې خطرناکې لارې ځانونه آلمان ته رسوي، له یو فصل څخه تر بل فصل پورې د دوی شمیر مخ پر زیاتیدو دی.
د روان کال له جنوري میاشتې څخه بیا تر مارچ میاشتې پورې پولیسو دغه راز ۶۱ مهاجر نیولی دي خو په اوړي کې د دې راز مهاجرینو شمیر بیا ۹۹ کسانو ته لوړ شوی دی. د جولای میاشتې نه د روان کال تر سپتمبر میاشتې پورې د دې راز مهاجرینو شمیر بیا ۱۵۵ کسانو ته رسیدلی دی. د آلمان د فدارل پولیسو د پلټنې د څانګې د معلوماتو پر اساس، د یکشنبې په شپه په تازه نیول شوو مهاجرینو کې داسې بریښي چې دغه شمیر به د کال په څلورم او سوړ فصل کې هم زیات شي.
پولیسو رپوټ ورکړی چې د یکشنبه ورځې په سهار، د آلمان د مونشن ایالت په شمال کې د رانګیر د اورګاډو په تم ځای کې له څلورو داسې مهاجرینو سره مخ شوي چې د یو بار وړونکي اورګاډي په واسطه یې ځانونه آلمان ته رسولي وو. پولیسو زیاته کړې چې د دې څلورو کسانو عمرونه د ۱۷ او ۲۷ کلونو په منځ کې وو. د دې سیمې پولیسو همدا راز ویلي چې وروسته له دې چې دوی د بایرن ایالت پولیسو ته وسپارل شول، دوی په آلمان کې د پناه غوښتنه هم ورکړې ده.