1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

آلمان ته د داعشيانو د ماشومانو د راګرځیدو اټکل کیږي

۱۳۹۶ دی ۱۸, دوشنبه

له سوریې څخه د راستنیدونکو جهاديستانو له ماشومانو سره به څه کیږي؟ د یوې رسنۍ د رپوټ له مخې د آلمان حکومت اټکل کوي چې ښایي تر سلو زیات دغسې ماشومان المان ته راستانه شي.

https://p.dw.com/p/2qU2b
Irak Islamischer Staat Propagandafoto
انځور: picture-alliance/Zuma Press

د «ویلت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه خبره د آلمان حکومت د زرغون ګوند د پارلماني ډلې د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده. د رپوټ له مخې د آلمان حکومت ویلي دي چې حکومت داسې معلومات لري، چې ښایي تر سلو زیات ماشومان راستانه شي. د دغو معلوماتو له مخې د هغوی لویه برخه کوچينيان دي.

د زرغون ګوند د داخلي چارو کارپوهې ایرنه میهالچ، پر دغو معلوماتو باندې له دې کبله نیوکه کړې، چې کافي نه دي. د هغې په خبره حکومت د دې پرځای چي پر حقايقو ولاړ يو بنسټ رامنځ ته کړي، ناثابتو معلوماتو ته اشاره کوي. دغې کارپوهې زیاته کړې ده چې په دې هکله سړی داسې بنسټیزو معلوماتو ته اړتیا لري، چې په ټولنه کې د بیا ادغام په برخه کې مرسته وکړي.

د ویلت، ورځپاڼې د رپوټ له مخې میهالچ په ټول آلمان کې د «مخنيوي شبکې» د جوړیدو غوښتنه کړې ده. د زرغون ګوند دغې سیاستوالې خبرداری ورکړی دی چې د افراطیت پر ضد باید «مبارزه» وشي، مخکې له دې چې د حقیقي بریدونو شکل غوره کړي.

څومره تندلاري له آلمان څخه سوریې او عراق ته تللي؟

نوموړې آلمانۍ ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د آلمان د حکومت د معلوماتو له مخې په تیرو کلونو کې شا او خوا ۹۶۰ تندلارو له آلمان څخه د عراق او سوریې د جګړو سیمو ته سفرونه کړي دي. زیاته شوې ده چې په تیره څه موده کې له پوځي اړخه د داعش تر ماتې وروسته په دغه شمیر کې ډیر کمښت راغلی دی.

د رپوټ له مخې په ۲۰۱۴م کال کې دغه شمیر۳۱۰ تنه وو، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۷م کال د نوامبر میاشتې تر پايه پورې دغه شمیر شا او خوا۷۰ تنه وو. په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې عراق او سوریې ته د سفر کوونکو یو پر دریمې برخې له بیرته راګرځیدو څخه د آلمان حکومت خبر دی.

ښځې او ماشومان بیرته راستنیږي

په سوريه او عراق کې د داعش له لاسه د زیاتو سیمو د کنترول تر وتلو وروسته د آلمان د استخباراتي ادارو کارکوونکي د جنګیالیو د ښځو او ماشومانو راستنیدو ته په اندیښنې سره ګوري. د آلمان د کورنۍ استخباراتي ادارې مشر هنس ګیورګ ماسن، په دسمبر میاشت کې د آلمان خبري آژانس ته ویلي ول چې د جهادیانو د بیرته راستنیدو یوه لویه څپه نه ده پیل شوې، خو د ښځو، ځوانانو او ماشومان بیا راګرځیدل څارل شوي دي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: