آلمان ته بيرته راوستلی افغان مهاجر په دغه هيواد کې پاتې کيږي
۱۳۹۷ تیر ۲, شنبهد آلمان د «زيګمارينګن» ښار يوې محکمې حکم ورکړی دی چې د آلمان فدرالي حکومت بايد هغه افغان مهاجر ته چې د افغانستان څخه بيرته آلمان ته راوستل شوی دی، په دغه هيواد کې د اوسیدو حق ورکړي. دغه خبره د جمعې په ورځ د محکمې وياند وکړه. دا په دې معنی ده، چې حشمت ف. اوس په آلمان کې درې کلنه اقامه او په دغه هيواد کې د کار کولو اجازه ترلاسه کوي. خو دغه حکم لا تر اوسه نهايي شوی نه دی.
د دغه ۲۴کلن افغان مهاجر قضيه په ټوله جرمني کې د پام وړ واقع شوې ده، ځکه چې هغه افغانستان ته په غيرقانوني توګه اخراج شوی وو. حشمت ف. بیا وروسته د «زيګمارينګن» ښار د محکمې په سپارښتنه، د تيرکال په دسمبر مياشت کې بيرته آلمان ته راوستل شو.
وروسته ترهغه ،چي د دغه افغان مهاجر د پناه غوښتنه د روان کال په جنورۍ مياشت کې رد شوه، خو هغه د دغه حکم پر وړاندې شکايت وکړ.
محکمه وروسته تر درو ساعتونو پوښتنو او ځوابونو دې نتيجې ته ورسيدله چې د دغه افغان مهاجر دغه ادعا چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا تر تعقيب لاندې وو، د منلو وړ ده. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې (بامف) د حشمت ف. دغه ادعا نه ده منلې او د هغه دوسيه يې رد کړې ده.
حشمت ف. ويلي دي چې هغه د طالبانو له خوا د امريکايانو سره د همکاري کولو له پاره ګواښل شوی دی او نژدي وو چې ووژل شي.
بد آلمان خبري آژانس / ع. ح / م. ک. ص
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: