1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان ته به د افغان مهاجرو راتګ دوام ولري»

برېښنا صابر۱۳۹۵ مرداد ۲۷, چهارشنبه

د کارپوهان په آند جرمني ته به له افغانستان څخه د مهاجرت لړۍ دوام پیدا کړي. د دې اصلي علت د افغانستان د ناوړه اقتصادي او امنیتي وضعیت ترڅنګ د بیرته لیږدولو یا ډیپورت په اړه د آلمان نرم شرايط دي.

https://p.dw.com/p/1JjTE
انځور: Getty Images/D. Kitwood

د جرمني په هامبورګ ښار کې د «افغانستان اوونۍ» په نامه سیمنار په ترڅ کې له افغانستان څخه اروپا ته او په ځانګړي توگه جرمني ته د مهاجرو د راتګ په اړه بحثونه شوي.

دا کنفرانس یوه اوونۍ دوام کوي او د افغانستان د کورنۍ جګړو څخه نیولې تر سولې، کلتور او په افغانستان کې د مرستندویه ټولنو پر فعالیتونو باندې پکښې بحثونه کیږي.

د «Kinderhilfe Afghanistan» د مرستندویه ټولنې مشر ډاکتر راینهارډ ایروس، چې له تیرو شلو کالو راهيسي په افغانستان کې د ښوونځیو په جوړولو او چلولو بوخت دی وویل، چي له افغانستان څخه تر ډيره حده ځوانانو اروپا ته مخه کړې چې ستر علت یې د افغانستان ناوړه اقتصادي حالت دی. ځوانان هیڅ لیرلید نه لري او بې کاري هم خپل اوج ته رسېدلې ده.

نوموړي د دې وضعیت پړه په لومړي سر کې پر لویدیځ واچوله او وېې ویل چې امریکا او متحدین یې په افغانستان کې په دې نه وتوانېدل چې افغانانو ته یوه ډاډمنه فضا رامنځته کړي. اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او جګړو زور اخیستې. همدا راز په افغانستان کې د داعش حضور او پیاوړي کیدو یې هم خلک اندیښمن کړي.

د ادغام لاری چاري

د هامبورګ ښار د سیاسي روزني ټولني او د «افغانیک» یا د افغانستان معلوماتي مرکز په ګډ زیار جوړ شوي دې کنفرانس کې په عمومي ډول په جرمني کې د مهاجرو د ادغام په اړه هم خبري وشوې.

په دې مورد کې د ژبې د زده کړې ترڅنګ د سمینار ویناوالو پر دې ټینګار وکړ چې آلماني شرکتونه دي ځوانو مهاجرو ته د کار ځایونه ورکړي. په دې برخه کې په آلمان کې پر موجوده بیروکراسۍ نیوکې وشوې او وړاندیزونه وشول چې آلماني شرکتونه خپلو قوانینو ته داسې بدلون ورکړي چې مهاجر په آسانۍ سره د کار باراز ته لار پيدا کړي.

د هامبورګ ښار د سیاسي روزنې ټولنه هم په دې برخه کې ډېره فعاله ده، د افغانستان د معلوماتي مرکز د مشر داکتر یحیې وردګ سره په شریکه له۲۱ کالو راهیسې دا ډول غوندې جوړوي چې جرمنيان او افغانان پکښې سره راټولیږي او د افغانستان په اړه بحثونه کوي او له سیاست څخه نیولې تر کلتوري مسايلو پورې پکښې خبري کیږي.

د افغانانو عمده ستونزي

د کار پوهانو په اند داچي ځيني افغان مهاجر د جرمني په ټولنه کي د ادغام په برخه کې ستونزي لري علت يې د دوی بې سوادي ده.

په هامبورګ کې د لومړي تماس په نوم ټولني غړی یما وزیري په خبره جرمني ته راغلي ځيني افغان پنا غوښتونکي د ژبې له زده کړې ژر ستړي کیږي چې عمده علت يې بې سوادي ده: «زیاتره افغانان په لومړي سر کې د ژبې د کورس غوښتنه کوي خو موږ وینو چې د کورس له پيله څو اوونۍ وورسته له۳۰ او ۴۰ ګډونوالو څخه یې یوازې لس تنه پاتې وي. چې دا کار آلمانان دې ته اړ باسي چې پر دوی دغه کورسونه قطع کړي.»

راتګ به دوام وکړي

په دې سمينار کې گډونوالو وویل چې له افغانستان څخه به د مهاجرو راتګ دوام ولري. جرمني ته د مهاجرت په نوو څپو کې نژدې ۱۵۰ افغانان مهاجر شوي دي. ډاکتر راینهارډ ایروس، اټکل کوي چې په راتلونکو څو کالو کې به له افغانستان څخه تر ۱۰۰ زره پوري نور مهاجر هم جرمني ته راشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ ترمنځ د لسو کالو په موده کې ټول ټال ۱۲۰ زره افغانان جرمني ته راغلي ول. راینهارد ایروس زیاته کړه چې که څه هم چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر له جرمني څخه د رد شویو افغانانو پر ایستلو ټینګار کوي، خو افغانان اوس هم جرمني ته ځکه راروان دي چې دلته د دیپورت یا بیرته لېږلو خطر ډیر کم دی.