1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان به افغانستان يوازي پرې نه ږدي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۸, شنبه

په پاکستان کي د آلمان سفير وايي چي هيواد به يې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هيواد يوازي پرې نه ږدي. هغه دغه راز د پاکستان او هند ترمنځ همکاري د جنوبي آسيا د ثبات له پاره ډيره حياتي بللې.

https://p.dw.com/p/1At82
انځور: picture-alliance/dpa

په داسي حال کي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د بشپړه وتلو وخت ورځ تر بلي رانژدې کيږي، د دغه جنګ ځپلي هيواد د ثبات په اړه شک او ترديد ډېرښت موندلی. نه يوازي بهرني دولتونو تلاښ کوي چي د افغانستان د ثبات په اړه ډاډ ورکړي، بلکي غير دولتي سازمانونه هم د افغانستان د راتلونکي په اړه د سمينارونو او کنفرانسونو په جوړولو باندي لګيا دي.

د آلمان د «فريدريش ايبرت» بنسټ په ۲۰۱۰ کال کي د «دوو ديپلوماسيو لار» په نوم يوه پروسه پيل کړه، څو په دې ترتيب سره د افغانستان، پاکستان، هند، مرکزي آسيا، چين، روسيې، ترکيې او ايران ديپلوماتان، پخواني افسران او د سيمي کارپوهان سره راغونډ کړي. په دغه پروسه کي تلاښ کيږي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته څرنګه کراري راوستل سي.

دغه بنسټ د رواني مياشتي پر ۱۵ نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي د افغانستان د روان وضعيت د څېړلو په موخه يو دوه ورځنی کنفرانس رابللی وو.

په پاکستان کي د آلمان سفير سيريل نون، تر کنفرانس وروسته دويچه ويله ته وويل، چي ۲۰۱۴ کال له چيلينجونو ډک کال دی. خو له دې سره سره هغه بيا هم د افغانستان د راتلونکي په اړه خوشبين دی. نون زياته کړه: «نړيوال ځواکونه ډېر ژر له افغانستان څخه وځي؛ خو دا په دې معنی نه دي چي نړيواله ټولنه به افغانستان له ياده وباسي... آلمان به ددغه هيواد بيا رغاوني ته ادامه ورکړي او اقتصادي مرستي به جاري وساتي. آلمان به دغه راز افغان امنيتي ځواک وروزي.» هغه دغه راز په خبرو کي زياته کړه چي «هيڅوک بايد په دې اړه اندېښنه ونه لري چي د افغانستان دوستان به سيمه پرېږدي».

په پاکستان کي د آلمان سفير سيرل نون
په پاکستان کي د آلمان سفير سيرل نونانځور: picture-alliance/dpa

له طالبانو سره خبري اتري

يو شمېر کارپوهان په دې باور دي چي د افغانستان راتلونکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو پوري تړلې ده. خو تر اوسه پوري د کابل او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کومه پايلامه نه ده لرلې.

نون ويلي دي چي له طالبانو سره تر يوې لسيزي جنګ وروسته، نړيوال ځواکونه په دې نه دي توانېدلي چي ياغيانو ته ماته ورکړي. هغه له طالبانو سره د خبرو اترو پلوي کوي. د آلمان سفير وويل: «موږ بايد تلاښ وکړو چي طالبان د يوه سياسي قدرت په نوم په خبرو اترو کي راګډ کړو. هغوی یوه له هغو ډلو څخه ده چي کولای سي د راتلونکي جوړښت يوه برخه واوسي. دا يو چيلينج دی.» د آلمان سفير وويل چي له طالبانو سره د خبرو څرنګوالی او وخت په افغان حکومت پوري اړه لري.

د پاکستان يوه پخواني افسر او امنيتي څېړونکي محمود شاه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو ناکامي کېدای سي د افغانستان د نور ستر جنجال سبب وګرځي. هغه وويل: «امریکايان له افغانستان څخه وځي. دوی د دې توان نه درلود چي خبري اتري مخکي بوزي او په سياسي جريان کي د طالبانو د ورګډولو په پروسه کي بريالي نه ول. زه فکر نه کوم چي په راتلونکې کي دي وضعيت ښه تره سي.»

د پاکستان او هند او افغانستان اړيکي

په پاکستان کي د آلمان سفير وويل چي د هند او پاکستان ترمنځ اړيکو کي پرمختګ نه يوازي د افغانستان، بلکي د ټولي سيمي د امنيت او ثبات له پاره حياتي دي: «د شريف حکومت په دې پوهيږي چي له پاکستان سره بايد پيوندونه ورغول سي. دواړه هيوادونه يو بل ته د بازار په عنوان اړتيا لري، هغوی کولای سي خپل ترمنځ سوداګرۍ ته پراختيا ورکړي.»

د فريدريش ايبرت بنسټ په کنفرانس کي د هند يوه پخواني جنرال اشوک مهتا، وويل دا چي ويل کيږي نوی دهلی او اسلام آباد په افغانستان کي د سولي خنډ ګرځي سمه خبره نه ده، «دا خبره چي که پاکستان او هندوستان د کشمير مشکل حل کړي نو افغانستان به آرام سي درسته نه ده». د هند او پاکستان ترمنځ جنجال په افغانستان پوري هيڅ اړه نه لري. هغه روښانه کړه چي د افغانستان بحران له پاکستان سره د اړيکو په څرنګوالي پوري اړه لري.