1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او دنمارک د پولو کنترول تمديد کړ

۱۳۹۶ مهر ۲۰, پنجشنبه

آلمان او دنمارک د شينګن پر پولو د کنټرول کولو پرېکړه تمديده کړه. دواړو هيوادونو دغه پرېکړه د دوه کاله مخکي مهاجرو د بحران له کبله کړې وه.

https://p.dw.com/p/2lkAs
Grenzübergang Österreich - Italien
آرشيف انځورانځور: imago/Eibner Europa

د شينګن پر پولو په اصل کي کنټرول کول منع دی. پر دغو پولو اوښتونکي بايد وکولای سي چي بېله کنټرول څخه له يو هيواد څخه بل هيواد ته داخل سي. دا هغه څه دي چي د شينګن ساحې د غړو هيوادونو تر منځ ورباندي توافق او تړون سوی دی. خو د دغه تړون له مخي استثنی موجوده ده که يو هيواد د امنيتي دلايلو پر اساس پر خپله پوله د معين وخت له پاره بېرته کنټرول پېل کړي. خو کله چي دوه کاله ترمخه د شينګن پر پولو د پناه غوښتونکو ازدحام سو، نو له يادي استثنی څخه کار واخيستل سو.

آلمان او دنمارک ويلي چي د نورو شپږو له پاره به پر خپلو پولو کنترول وکړي. اوس اروپايي اتحاديې غواړي چي د آلمان او دنمارک دغه پرېکړه وارزوي چي ايا دغه تمديدونه د اروپايي اتحاديې د اصولو سره په تضاد کي خو به نه وي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ويلي دي چي سيستماتیکه کنترول به د پنجشنبې له ورځي (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۳مه نېټه) صرف د آلمان اتريش پر پوله او د يونان او آلمان تر منځ تر پروازونو محدود کړي.

دنمارک په غېر سيستماتیکه توګه او خال خال کنترول د آلمان پر پوله او پر هوايي ډګرونو کوي. دنمارک د کنترول د تمدید کولو استدلال د ترهګرو بريدونو په ګواښ کړی دی.

د آلمان د بهرنيو چارو وزیر توماس ديميريز د شينګن پر پوله د کنترول د تمديدولو استدلال په هغو بريدونو کړی دی چي د نوموړي په وينا په آلمان او اروپا کي رامنځ ته سوي. ديميزير ويلي: «اوس هم د اروپايي اتحاديې پر باندنيو پولو د امنيت نيمګړتياوي موجودي دي او په همدې توګه د شينګن ساحې دننه د غېر قانوني مهاجرت موضوع پر ځای پاته ده.»