1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او افغانستان تر منځ د مهاجرو د بېرته لېږد موافقه

۱۳۹۵ فروردین ۲۱, شنبه

آلمان او افغانستان د مهاجرو د بیرته ستنولو موافقتنامې د تدوین په برخه کې پرمختگ کړی دی. د آلمان حکومت مخکې لا ویلي ول چې ټول افغانان نه شي کولې په المان کې د پناهندگۍ جانس ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/1ISRo
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

په افغانستان کې د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د آلمان خبرې آژآنس(ډی،پي،ای) ته وویل چې د دغې موافقتنامې مسوده به په راتلونکو ورځو کې په کابل کې د آلمان سفارت ته وسپال شي.

د افغانستان دغه لوړپوړي چارواکي وویل چې یو میاشت مخکې د آلمان حکومت له خوا د دغې موافقتنامې وړاندیز شوې بڼه افغان حکومت ته سپارل شوې وه. ټاکل شوې ده چې ډیر ژر به په دې هکله خبرې اترې پيل شي.

د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر ټینگار وکړ چې تر هغه وخته پورې چې دغه موافقتنامه نه وي لاسلیک شوې، افغانستان به له آلمان څخه د هیڅ یو مهاجر بیرته ستنول ونه زغمي.

د ښاغلې بلخې په خبره، د دغې موافقتنامې په پيش نویس کې د افغانستان له خوا د بیلگې په توگه لیکل شوي دي «باید هیڅ یو ناروغه، ماشوم، ښځه او زوړ افغان بیرته وانستول شي.»

نورو سرچینو ویلي دي چې افغانستان په دغه موافقتنامه کې غوښتي دي چې آلمان باید بیرته ستنول شوو افغانانو ته کورونه جوړ کړي. همدارنگه ویل شوي دي چې دغو مهاجرو ته باید د زده کړې زمینه مساعده شي او ښه به دا وي چې دا امکانات په آلمان کې برابر شي.

هغو آلماني کارپوهانو (چې په دې بحث کې شامل دي) ویلي دي چې آلمان په داوطلب شکل د افغان مهاجرو په بیرته ستنیدنې حساب کوي. د دغې منبع په حواله ویل شوي دي چې په دې اړه فکر کیږي چې له دغو مهاجرو سره داسې مرستې وشي چې د افغانستان په ټولنه کې د دوی برته مدغم کیدو ته لاره هواره شي.

د مهاجرو په چارو کې کارپوهانو ویلي دي چې باید په دې برخه کې له احتیاط څخه کار واخیستل شي، تر څو د مهاجرو د بیرته ستنولو پروگرام له افغانستان څخه د نورو افغانانو د تېښتې پر انگیزې بدله نشي.