1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلین کې د مرکل او اشرف غني لیدنه کتنه

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ آذر ۱۵, شنبه

انگلا مرکل نوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته په برلین کې ډاډ ورکړ چې له افغانستان څخه د آلمان د جنگي سرتیرو له وتلو وروسته به هم دغه هیواد افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/1E07V
د آلمان صدراعظمه انگلا مرکل له افغان ولسمشر اشرف غني څخه هرکلی کوی
د آلمان صدراعظمه انگلا مرکل له افغان ولسمشر اشرف غني څخه هرکلی کویانځور: Reuters/H. Hanschke

که څه هم محمد اشرف غني له دې مخکې هم څو ځلې آلمان ته سفر کړی دی، خو د ولسمشر په توگه دا لومړی ځل دی چی هغه په برلین کې د صدراعظمې انگلا مرکل سره ولېدل. غني آلمان ته خپل سفر لکه څرنگه چې هغه خپله ترې یادون وکړ، یو ډول« کورنی دود» وگاڼه. هغه وویل چې د هغه نیکه په آلمان کې د افغانستان لومړی سفیر ؤ. اوس د «هغه لمسی د ولسمشر په توگه دلته په برلین کې د آلمان د حکومت له مشرې څخه د ملگرتیا او ملاتړ خبري اوري.» د آلمان صدراعظمې وویل چې افغانستان په ښه لاره روان دی او کولای شي چې د نړیوالو جنگي سرتیرو له وتلو وروسته هم د آلمان په « مرستو حساب» وکړي.

له ولسمشر غني سره په گډ مطبوعاتي کنفرانس کې د آلمان صدراعظمې له افغانستان سره د اوږد مهالو مرستو ژمنه وکړه. هغې وویل: «آلمان یو مسوولیت لري، په خاصه توگه د دغه هیواد په شمال کې.» هغې وویل چې د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو پراخوال او ټینگول خورا اهمیت لري.

مرکل وویل: «مونږ تل یو روش تعقیب کړی دی او مونږ به دغه روش ته دوام ورکړو. هغه دا چې: زمونږ لپاره د افغانستان اقتصادي پرمختیا، د ښووني روزنې او دوه گونې تعلیم هسي اهمیت لري لکه د امنیتي ځواکونو روزنه.»

۸۵۰ آلماني سرتيري په افغانستان کي

آلماني سرتیري به په افغانستان کې د څه ناڅه ۱۲۰۰۰ نړیوالو سرتیرو سره په گډه د افغانستان د ملي پوځ او ملي پولیسو په روزنه کې برخه ولري. د آلمان حکومت د جمعې په ورځ (د دسامبر ۵مه) په عین وخت کې پریکړه وکړه چې د افغانستان په نوي ماموریت کې تر ۸۵۰ سرتیرو پوري د خدمت لپاره وگماري. دغه سرتیري په هیڅ صورت سره په جنگي عملیاتو کې گډون نه کوي. د هغوی دنده به یواځې د افغان امنیتي ځواکونو روزل وي. د ۲۰۱۵ کال له پیل سره د افغانستان د امنیت مسؤلیت په بشپړه توگه د دغه هیواد امینتي ځواکونو پورې اړه نیسي.

غني په برلین له مرکل سره په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د مسؤلیت په غاړه اخیستلو لپاره چمتو دي: « زه پوره ډاډه یم چې زمونږ ځواکونه د دې توان لري، خو پوځي روزنې، ملاتړ او مرستو ته لا تراوسه اړتیا لیدله کیږي، او مونږ خوښ یو چې آلمان په دې هکله مونږ سره وعده او ژمنه کړې ده.»

پرون په داسی حال کې چې په برلین کې د افغانستان او آلمان د حکومتي مشرانو تر منځ لیدنه کتنه روانه وه، د آلمان پارلمان «بُنډسټاګ» فیصله وکړه چې آلمان افغانستان کې ۸۵۰ سرتیري پریږدي. د افغاسنتان په نوي ماموریت کې چې د «قاطع ملاتړ» په نامه یادیږي آلمان وروسته له امریکا متحده ایالاتو څخه ستر ونډه اخیستونکی هیواد دی.

د سولي خبري اتري

سر بیره پر دې آلمان موافقه کړې چی افغانستان سره په کال کې په ۴۳۰ ملیون ایرو سره په پرمختیايی پروژو کې مرسته وکړي.

په برلین کې افغان ولسمشر د خپل هیواد د سولې پروسې ته هم اشاره وکړه چې د هغه حکومت به په پوره زیار سره په دې لارې کې قدم واخلي. غني وویل چې په دې برخه کې افغانستان د گاونډيو هیوادونو ملاتړ ته اړتیا لري. هغه وویل چې افغانستان د چین په شمول له ټولو گاوندیو هیوادونو سره په تماس کې دی: «دا ټول په لومړیو پړاونو کې قرار لري. مونږ په یو مفصل پلان باندي کار کوو.»

د رویتر خبري آژانس تیره میاشت د یو لاس ته راغلې سند له مخې یو رپوټ خپور کړ چې په هغه کې راغلي دي چی چین د یوې غوڼدې وړاندیز کړی ترڅو د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره لاره پرانیځي.