آلمان افغان پوليس روزي
۱۳۹۲ فروردین ۲۹, پنجشنبهاوس نزدې۲۰ تنه آلماني روزونکي په افغانستان کي دي چې افغان پولیس وروزي. دغو روزونکو افغانستان ته تر تگ دمخه یو لړ زده کړي کړي دي چې له مخې به یې افغان پولیس وروزل شی.
د آلمان د لوبیک اکاډمي قوماندان، د پنجشنبې په ورځ د دې تړون د لاسلیکولو په ویاړ جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې دغه تړون د نن او سبا له پاره نه دی، بلکې له مخې به یې د افغانانو او المانیانو ترمنځ اوږد مهاله همکاري وي.
د افغانستان د پولیسو د روزنې د اکاډمۍ قوماندان سید نورالله زل، په دې مراسمو کې وویل: «موږ نن د خپلو سوله ییزو اهداف د تامینولو او د داسې کادرونو د روزلو له پاره چې دغه اهداف تأمین کړي، د نړۍ له یوې نومیالۍ اکاډمۍ سره د همکاریو تړون لاسلیک کړ.»
د افغانستان د پولیسو د اکاډمۍ قوماندان ټینګار وکړ چې آلمان له اویا کلونو راهیسې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پیل کړي دي. هغه وویل چې د افغانستان شرایطو ته په کتو سره د دې هیواد پولیسو ته بايد یو لړ خاصه روزنه ورکړل شي.
ښاغلي زل روښانه کړه چې لس کاله پخوا د افغانستان د پولیسو د روزنې په پروګرامونو کې له سازمان شویو جرایمو سره مبارزه، له مخدره توکو سره مبارزه او د بانکي غلاوو مخنیوي شامل نه ول. د دې افغان چارواکي په خبره اوس د آلماني روزونکو په مرسته دغه موضوعګاني د افغان پولیسو د روزنې په پروګرامونو کې شاملي شوي دي.
ښاغلي زل وویل چې افغانستان باید اوس خپل ځان د یوویشتمې پیړۍ له اړتیاو سره سم عیار کړي. د زل په خبره دغه کار له افغان پولیسو سره د یوې نړیوالي اکاډمۍ له همکارۍ پرته امکان نه لري.
په کابل کې د آلمان د سفارت د چارو مسئول اولیور اوفچا، د دې تړون د لاسلیکولو په مراسمې کې وویل چې دغه شان تړونونه د افغانستان او آلمان تر منځ اړیکې نوري هم پیاوړې کوي.
دې آلماني چارواکي زیاته کړه چې دغه همکارۍ په خاصه توګه اوس د افغانستان له پاره ډیر اهمیت لري، ځکه چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه به د راتلونکې کال تر پایه پوري د خپل هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي. ښاغلي اوفچا د افغانستان او آلماني اکاډمیو تر منځ د تړون په اړه وویل:
«په دې تړون کې به دا خبره روښانه شي چې دواړه اړخونه په راتلونکې کې کوم ډول مسئولیتونه لري. او دا چې موږ څرنګه کولای شو چې د افغان پولیسو وړتیاوې لوړې کړو.»
آلمان له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغان پولیسو د روزني چاري پرغاړه لري. دغه هیواد په وروستیو درو کلونو کې۵۰۰۰۰ افغان پولیس روزلي دي.
د آلمان د سفارت د چارو مسئول وویل چې هیواد به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغان پولیسو روزنې ته دوام ورکړي.