د آلمان په ښوونځيو کې د اسلامي زده کړو اجازه ورنه کړل شوه
۱۳۹۶ آبان ۲۴, چهارشنبهپه آلمان کې «د مسلمانانو مرکزي شورا او اسلامي شورا» په نامه دوه ستر فدراسيونونه په دې نه دي توانېدلي چي د دغه هیواد د نورد راين ويستفالن ايالت په ښوونځيو کي اسلامي زده کړي معرفي کړي.
تیره اونۍ په مونستر کې عالي اداري محکمې د دې فدراسیونونو غوښتني ته منفي ځواب ووایه او د دې کار علت یې هم دا په ګوته کړ چې دوی د آلمان په اساسي قانون کې درج شوي د مذهبي ټولنو شرایط نه دي پوره کړي. له دې امله یادې ټولني نه شي کولای چې په آلمان کې د کاتولیک یا پروتستانت کلیساګانو په څیر حقوق ترلاسه کړي.
محکمې همدا راز ویلي دي چې یادې ټولنې په آلمان کې پر مسلمانانو باندې هغومره واک چې لازم دی، نه لري. په ورته وخت کې د همدې ایالت د معارف وزیر یوفوني ګیباور د محکمې د پریکړې هرکلی کړی، خو د مسلمانانو دواړو ټولنو بیا د اعلامیې په خپرولو سره د محکمې پر پریکړې خپله خواشیني څرګنده کړې.
یادو ټولنو په یوه اعلامیه کې ویلي چې «موږ په دې پریکړي خواشیني یوو، ځکه چې لومړی او تر ټولو مهم، دغه پریکړه د مسلمان ماشومانو له پاره د نورد راین ویستفالن ايالت په ښوونځیو کې دغې غیر جنجالي موضوع ته کوم لیدلوری نه وربخښي.»
پر اسلامي زده کړو ایالتي بندیز
په ۲۰۱۲م کال کې د آلمان نورد راین ویستفالن ایالت د همدې ایالت تر څار لاندې مؤقتې اسلامي زده کړې معرفي کړې. د دې پروګرام محتوا او شکل چې موده یې هم په ۲۰۱۹م کال کې پای ته رسیږي، د یوې داسې شورا له خوا وړاندي شوې چې د ياد ايالت د ښووني او روزني وزارت پر کارکوونکو سربيره يې د اسلامي سازمانونو غړي هم لرل.
په ورته وخت کې د دې ایالت د محکمې د تازه پریکړې په ځواب کې اسلامي شورا ویلي چې په دې کار سره داسې یو فرصت له لاسه ووتو چې کولای یې شول په آلمان کې میشت مسلمانانو ته یو مهم زیګنال ولیږل شي.
زموږ له ارشيف څخه: