1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آسترالیا عراق او سوریه کې د «داعش» پر ضد هوایي بریدونه ختموي

۱۳۹۶ دی ۱, جمعه

آسترالیا غواړي چې په سوریې او عراق کې د داعش پر ضد هوایي بریدونه ختم کړي. شپږ سوپر هورنت، ډوله آسترالیایي الوتکې د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف ماموریت یوه برخه وه. خو آسترالیایي ځانګړي ځواکونه په سیمه کې پاتیږي.

https://p.dw.com/p/2ppSU
Australien - Kampfflugzeug Super Hornet F/A 18E
انځور: Getty Images/I. Hitchcock

د آسترالیا د دفاع وزیرې مریس پېن، د جمعې په ورځ ویلي دي چې دغه پریکړه وروسته له هغې وشوه چې د عراق حکومت د دسمبر میاشتې په سر کې په اصطلاح د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد د بریالتیوب اعلان وکړ.

د پېن په خبره د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ هوایي بریدونو کې به د آسترالیا ونډه پای ومومي. هغې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «له عراق او د نړیوال ائتلاف له غړو سره د بحثونو په ادامه آسترالیایي حکومت پریکړه کړې چې له منځني ختیځ څخه شپږ سوپر هورنت الوتکې بیرته هیواد ته راستنې کړای شي.»

کله چې د آسترالیا د دفاع وزارت د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف کې د ونډې اخیستو پریکړه وکړه نو شا او خوا ۸۰۰ پوځي پرسونل د اوکرا، په نوم عملیاتو کې ونډه واخیسته. دغه ځواکونه چې زیاتره یې په عراق کې پر دنده بوخت دي ۳۰۰ یې د هوایي ځواک پرسونل او ۳۰۰ روزونکي او ځانګړي ځواکونه عراقیانو ته «سلا مشورې او روزنه» ورکوي.

ځانګړي ځواکونه پاتې کیږي

د آسترالیا د دفاع وزیرې ویلي دي چې نور ماموریتونه چې په کې د عراقي ځواکونو روزنه، سلا مشورې او مرسته راځي به ادامه ومومي. هغې زیاته کړې ده چې د آسترالیا یوه اکتشافي الوتکه او همداشان تیل ورکوونکي الوتکه به د عملیاتو په ترڅ کې خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د مریس پېن، په خبره آسترالیا د عراقي ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده، څو په لیرې پرتو سیمو کې د داعش وروستۍ مورچلې پاکې کړي. شا او خوا ۸۰ آسترالیایي ځانگړي پرسونل په عراق کې د ځانګړو عملیاتو په برخه کې ونډه لري. په تاجي پوځي اډه کې عراقي ځواکونه د آسترالیایي عسکرو له لوري روزل کیږي.

(AP, Reuters) s.r/a.h

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: