آسترالیا او امریکا د مهاجرو پر سر هوکړې ته نږدې شوي
۱۳۹۵ آبان ۲۱, جمعهد رپوټونو له مخې د امریکا متحدو ایالاتو منلې ده چې ۱۸۰۰ هغه کډوالو ته به امریکا ته د تګ اجازه ورکړي چې د آسترالیا هیواد په مالي لګښت د نارو او پاپونیوګیني په ټاپو ګانو کې میشت دي. په ورته وخت کې، د بشري حقونو ډلو په دغو کمپونو کې د کډوالو د حالت په هکله نیوکه کوي.
د جمعې په ورځ آسترالیايي ورځپاڼي خبر ورکړ چې د امریکا متحدو ایالاتو او آسترالیا حکومتونه د داسې پریکړې پر سر هوکړې ته نږدې شوي چې له مخې یې ۱۸۰۰ هغه کډوال چې زیاتره یې مسلمانان دي او د منځني ختیځ، افریقايي او آسیايې هیوادونو وګړي دي او د آسترالیا تر څار لاندې د نارو او پاپونیوګیني په ټاپوګانو کې ژوند کوي، په امریکا کې ځای پر ځای شي.
د آسترالیا لومړی وزیر مالکولم ترنبول، په داسې حال کې چې له امریکا سره د دغې هوکړې په هکله له تبصرې څخه ډډه وکړه، وویل: «د دغو موضوع ګانو په هکله تل اوازې خپرېږي او موږ هیڅکله هم په دې هکله تبصره نه کوو.»
په ورته وخت کې په آسترالیا کې د امریکا متحدو ایالاتو سفارت هم سمدلاسه پر دغه موضوع د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.»
د ولسمشر باراک اوباما د حکومت له خوا ورته هوکړه به ښايي د هغه د ځای ناستي، دونالد ترمپ له خوا له سخت مخالفت سره مخ شي، ځکه ترمپ امریکا ته د مسلمان مهاجرو د ورتګ په هکله د کلکو بندیزونو په هکله خبرې کړې دي.
د بشري حقونو ډلې په دغو ټاپوګانو کې د کډوالو د ژوند د شرایطو په هکله نیوکه کوي او وايي چې دغه کار د ملګرو ملتونو د کډوالو د کنوانسیون څخه د آسترالیا د حکومت سرغړونه ښکاره کوي. په دغه هیواد کې د مهاجرو پر وړاندې د ناوړه چلند په هکله لاریونونه هم شوي دي.
د آسترالیا د کډوالو وزیر، پیټر دوټون ویلي چې په روانه اونۍ کې موږ د نورو هیوادونو له خوا د هغو کډوالو د منلو لړۍ ته سترګې په لار وو چې غواړي آسترالیا ته راشي او یا په آسترالیا کې یې د پناه غوښتني ته د رد ځواب ورکړل شوی دی او یا هم نه غواړي بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.
د ۲۰۱۳م کال له جون میاشتې راهیسې هغه مهال چې د آسترالیا حکومت د هغو کډوالو په هکله چې د کښتیو له لارې غواړي دغه هیواد ته مهاجر شي سخته پالیسي غوره کړې او دې هیواد ته د تګ اجازه نه ورکوي.
نوی قانون
تیره وانۍ د آسترالیا پارلمان ته یو داسې نوی قانون معرفي شو چې له مخې به یې ټول هغه کسان چې هڅه کوي آسترالیا ته مهاجرت وکړي، د قانوني ویزې د ترلاسه کولو وروسته هم دې هیواد ته د سیاحت، سفر او سوداګرۍ اجازه نه ورکول کیږي.
په ورته وخت کې اوسمهال په اندونیزیا کې کابو ۱۴ زره نور پناه غوښتونکي د آسترالیا هیواد له خوا د کډوالو په هکله د سیاست نرمښت ته انتظار باسي. د ۲۰۱۴م کال له جولای میاشتې راهیسې د کښتیو له لارې آسترالیا ته هیڅ مهاجر نه دي رسیدلې په داسې حال کې چې د دې هیواد د سمندري ځواکونو له خوا له مهاجرو ډکې ۳۰ کښتۍ بیرته اندونیزیا ته لیږل شوي دي.
نور مطالب: