1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالب او امريکايي استازو پر کومو موضوعاتو خبرې وکړې؟

۱۴۰۲ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو لوړپوړو چارواکو د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې اترې وکړې. په دغو خبرو اترو کې پر کومو موضوعاتو بحث وشو؟

https://p.dw.com/p/4UdE0
Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
په ۲۰۲۱کال په دوحه کې د خبرو اترو آرشيف انځورانځور: Stringer/REUTERS

طالب چارواکو په دوحه کې د امريکا متحده ايالاتو له لوړپوړو استازو سره د جولای مياشتي پر ۳۰ او ۳۱مه خبرې اترې  وکړې. دواړو اړخونو د دوشنبې په ورځ وويل چې په دغه خبرو اترو کې پر باور رامنځته کوونکو اقداماتو بحث وشو.

په دغه دوه ورځنيو خبرو کې د امريکا متحده ايالاتو استازو پر عملي اقداماتو ټينګار لاره. د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزارت ويلي دي چي پر طالبانو ږغ شوی دی چې له هغه سياست څخه پر شا شي چې له کبله يې په هيواد کې د بشري حقونو په زياته د مېرمنو، نجونو او د تر ګواښ لاندي ډلو د وضعيت د خرابېدو لامل دی.

د طالبانو د باندنيو چارو وزارت په يوه جلا اعلاميه کې ويلي دي چې له تورو ليستونو څخه د دوی د نومونو ليري کول او د افغانستان د بانکونو د ګنګل کړل شوو پيسو آزادول د دوی له مهمو غوښتنو څخه دي.

طالبانو پر واک له راتلو راهيسي پر مېرمنو او نجونو يو شمېر بنديزونه لګولي دي چې پکښي و تعليم او کار ته پر لاسرسي بنديز شامل دی. طالبانو يو شمېر داسي اصول هم رامنځته کړي دي چې پر مېرمنو يې حلقه تنګه کړې او هغوی يې له زياتو حقونو محرومه کړي دي. تر اوسه پورې د نړۍ هيڅ هيواد هم طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.

په ۲۰۲۱ کال کي د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط سره طالبان په اګست مياشت کې بيا پر واک راغلل. له ګډوډيو سره حالت کې د امريکا متحده ايالاتو او ټلوالو آخري عکسر يې په ياده مياشت له افغانستان څخه ووتل.

له افغانستان څخه د بهرني ځواکونو د انخلا تړون په دوحه کې د طالبانو د استازو او د امريکا د متحده ايالاتو د استازو له خوا په داسي حال کې لاسليک شو، چې د افغانستان حکومت پکښي برخه نه لرله.

آ./ا.ا. /ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب