1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهاوکرایین

م.م. روسیه د «ماشوم وژونکو» هیوادونو په تور لیست کې واچوله

۱۴۰۲ تیر ۲, جمعه

ملګرو ملتونو د اوکراین په جګړه کې د ماشومانو د وژلو او معیوبولو له امله د روسیې پوځي ځواکونه او په دې هيواد پورې تړلې وسله والې ډلې په خپل «تور لیست» کې شاملي کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Sya8
آرشيف انځور: يو اوکراينی ماشوم د خپلې مور د قبر ترڅنګ
آرشيف انځور: يو اوکراينی ماشوم د خپلې مور د قبر ترڅنګانځور: Rodrigo Abd/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وايي، پر ښوونځیو او روغتونونو د پرله پسې بریدونو او د اوکراین په جګړه کې د ماشومانو د وژل کېدو او ټپیانيدو د ډېرېدو له امله سخت خواشینی سوی دی.

د فرانسی خبري آژانس له خوا د خپاره سوي راپور له مخې، روسیه د «ماشوم وژنې» هیوادونو په تور لیست کي راغلې ده. په «تور لیست» کې هغه حکومتونه او بنسټونه شامل دي چې ملګري ملتونه يې په شخړو کې د ماشومانو د حقونو په سرغړونې تورنوي.

اړوند مطالب :روسيه وايي پر دونيڅک یې د اوکراين برید شنډ کړی دی

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې تېر کال په اوکراین کې ۴۷۷ ماشومان وژل سوي دي. ۱۳۶ قضیې په دې هيواد کې د روسیې ځواکونو او ډلو ته او ۸۰ پېښې اوکرایني ځواکونو ته منسوبې سوې دي.

اوکراين: د استوګنې پر ودانۍ د توغندي تر بريد وروسته د اور وژنې عمليات
اوکراين: د استوګنې پر ودانۍ د توغندي تر بريد وروسته د اور وژنې عملياتانځور: AP/picture alliance

د دغه راپور له مخې، د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې ۹۰۹ ماشومان ټپیان سوي دي. له دې جملې څخه ۵۱۸ ماشومان د روسي ځواکونو او ۱۷۵ ماشومان د اوکرایني ځواکونو له خوا ټپیان سوي دي.

د راپور مسوده د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپارل سوه او ټاکل سوې چې د جون مياشتي پر ۲۷ نېټه به خپره سي.

که څه هم د اوکراین د وسله والو ځواکونو نومونه د راپور په «تور لیست» کې نه ښکاري، خو ملګرو ملتونو هم اوکراین ته «د ماشومانو د وژلو او ټپیانو د زیات شمېر او پر ښوونځیو او روغتونونو د بریدونو له امله» خبرداری ورکړی دی.

اړوند مطالب:یونیسف: په جګړو کې تر ۱۲۰ زره ډېر ماشومان وژل شوي یا معلول شوي

انتونیو ګوټریش ویلي دي چې هغه به دا وضعیت د خپل راتلونکي راپور له پاره په پام کې ونیسي.

اوکراین ته به اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورکړل شي؟

ص.ذ/ ن.ز