SIS په افغانستان کي له وسله والو طالبانو سره خبري کړي دي | افغانستان | DW | 26.12.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

SIS په افغانستان کي له وسله والو طالبانو سره خبري کړي دي

د انگلستان »Daily Telegraph « ورځپاڼه کاږي چي د برتانيې پټي ادارې SIS په افغانستان کي له وسله والو طالبانو سره خبري کړي دي تر څو چي د کړکيچ د حل لاره پيدا کړي

گوردن براون لږه موده وړاندي د طالبانو سره خبري اتري رد کړي

گوردن براون لږه موده وړاندي د طالبانو سره خبري اتري رد کړي

ورځپاڼه د پټو استخباراتي کړيو له قوله وړاندي کاږي چي د SIS افسرانو په دوبي کي څو واري د طالبانو د لوړپوړو مشرانو سره کتلي دي. د برتانيې لومړي وزير گوردن براون لږه موده وړاندي د طالبانو سره خبري اتري رد کړي وې. په کابل کي افغان حکومت د بي بي سي د خبري شبکې د رپوټ د مخه له دوو تنو اروپايي ديپلوماټانو څخه غوښتنه کړې چي د 48 ساعتونو په حدودو کي دي له افغانستان څخه ووزي. له دغو دوو ديپلوماټانو څخه يوهء د ملگرو ملتونو او بل د اروپايي ټولني لپاره کار کاوه. د افغانستان حکومت په دوړاو باندي تور لگوي چي د افغانستان امنيت او ملي واکمنۍ ته يې گواښ پېښ کړی دی.