1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څو اسلامي هيوادونو په سویډن کې د قرآن کریم سوځول وغندل

۱۴۰۲ تیر ۸, پنجشنبه

په سویډن کي د يوه مسجد مخته د قرآن کريم سوځولو ته اجازه هغه هم د لوی اختر په ورځ، یو ځل بیا د اسلامي هيوادونو غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم دغه عمل غندلی دی.

https://p.dw.com/p/4TDi8
په سټاکهولم کې د قرآن پاک سوځولو ته اجازه ورکړل شوې
په سټاکهولم کې د قرآن پاک سوځولو ته اجازه ورکړل شوېانځور: Stefan Jerrevång/TT /picture alliance

د چهارشنبه په ورځ، دوو کسان د ستاکهولم مرکزي جومات بهر د قرآن کریم يوې نسخې ته اور واچاوه. دا اقدام له هغه وروسته وسو چې د چهارشنبې په ورځ په سویډن کې یوې محکمې د قرآن کریم سوځولو سره يوځای دغه اعتراضي اقدام ته اجازه ورکړه.

د سویډن دولتي ټلویزیون « ایس، وی ټې» وویل هغه سړی چې د دغه اقدام د اجازې غوښتنه کړې وه، یو ۳۰ کلن عراقی دی چې د مسلمانانو د سپیڅلي کتاب د ممنوعیت غوښتونکی دی. د دغې رسنۍ په وینا دغه سړي د قرآن کریم پاڼې څيري کړلې، پر بوټونو یې و موښلې او ځینې یې وسوځولې.

اړوند مطالب:الازهر له سويډني او هالنډي تولیداتو سره د بایکاټ غوښتنه کړې

د دې عمل د لیدو له پاره شاوخوا ۲۰۰ کسان راټول سوي ول او د تاوتریخوالي ضد ځواکونه هم پکې موجود ول. يو سړى چي غوښتل يې ډبري وغورځوي ونيل سو.

د سویډن په ستاکهولم کې د قرآن کریم سوځول
د سویډن په ستاکهولم کې د قرآن کریم سوځولانځور: Caisa Rasmussen/TT NEWS AGENCY/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ د سویډن دغه عمل وغانده. نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سويډن کي د يوه ليبرال افراطي له خوا د قران کریم د نسخې سوځول او د بيان د آزادۍ په پلمه د سويډني چارواکو له خوا داسې کار ته اجازه او امنيت ورکول په کلکو ټکو غندي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ټولو هيوادونو او اسلامي سازمانونو په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتي دي چې د نړۍ په کچه د دغه عمل په غبرګون کې ټول اړین اقدامات وکړي.

اړوند مطالب:د ترکيې دفاع وزیر خپل سويډني سیال سره کتنه لغوه کړه، خو ولې؟

د عراق حکومت هم دغه عمل «توکمپالنه او غیر مسوولانه» بللی او غندلی یې دی. د عراق د حکومت په اعلاميه کې ويل سوي چي دا کړنې د کرکې او کرکې ډکه روحيه ښيي چې د بيان د ازادۍ له اصولو څخه بهر دي.

دغه راز د ایران حکومت هم دغه عمل غندلی او ویلي یې دي چې دا ډول کړنه «د نه منلو وړ ده.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کناني وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت حکومت او خلک به دا ډول سپکاوی ونه زغمي او په کلکه یې غندي.»

اړوند مطالب:کارپوهان:اسلامي ضد احساسات القاعده نوره غښلې کوي

مراکش یو له هغو نورو هيوادونو څخه دی چې دغه عمل یې غندلی او په غبرګون کې یې په ستاکهولم کې خپل سفیر له دغه هېواده ور غوښتی دی.

ص.ذ/ ن.ز