1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اسرائيلي ناقلينو د اروپايي اتحادیې لومړي بندیزونه

۱۴۰۳ فروردین ۳۱, جمعه

د افراطي اسرائيلي ناقلينو د زور زياتي ډکې کړنې په منځني ختیځ کې د يوې اوږدمهاله سوله ایزې حللارې تر ټولو مهم خنډ ګڼل کيږي. د آلمان د خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله اروپايي اتحادیې يو څرګند سګنال ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4ezIq
Westjordanien Nach dem Angriff israelischer Siedler auf das Dorf al-Mughayyer
د اردون په لوېديځه غاړه کې د اسرائيلي ناقلينو د بريد وروستهانځور: ALAA BADARNEH/EPA

اروپايي اتحادیې په لومړي ځل د اردن سيند په لویديځه غاړه کې د فلسطينيانو پر وړاندې د افراطي اسرائيلي ناقلينو د زور زياتي له وجې په جزايي اقداماتو لاس پورې کړې دی.

يو شمير ديپلوماتانو د آلمان خبری آژانس «ډي پي ای» ته تائيد کړې ده چې غړيو هېوادونو په تحريري پروسه کې د بندیزونو پريکړه کړې ده.

زياته شوې ده چې دا بندیزونو به هغو اشخاصو او سازمونو ته متوجې وي چې د اردن سيند په لویدیځه غاړه کې د فلسطينيانو پر وړاندې د روز زياتي مسئوليت لري. 

دا بندیزونه به د اروپایي اتحادیې د تحريمواتو د ابزارو په وسيله له بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو د مجازات کولو په موخه ولګول شي. اغیزمن شوي اشخاص به اروپايي ټولنې ته د سفر اجازه ونه لري او همدا راز به د اروپايي اتحادیې له وګړو سره هيڅ ډول تجارت ترسره نه کړای شي.

پر دې سربیره به یې په اروپايي اتحادیې کې موجود بانکي حسابونه او نورې شتمنۍ هم کنګل شي.

سمبوليکه معنا لرونګی ګام

د فلسطينيانو پر ضد لاس په کار کيدو ته به لکه په لویدیځه غاړه کې د مېنو جوړولو په توګه کتل کيږي او دا به په منځني ختیځ کې د اوږدمهاله سولې د هلو ځلو په لاره کې خنډ ګنل کيږي، په ځانګړي توګه د اکتوبر تر ۷مې نیټې د حماس وسله والې ډلې له خوا تر خونړي بريد وروسته.

د حماس وسله واله ډله د امريکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او آلمان نورو هېوادونو له خوا د ترهګريز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

اروپايي ټولنې روز زياتی او د مېنو جوړول لا دمخه په وار وار سره غندلي دي خو د جزايي اقداماتو له پاره تر نن ورځې اړينه اجماع موجوده نه وه.

له همدې کبله د بندیزونو دا پريکړه د اروپايي ټولنې د اسرائيل په تړاو سياست کې د تګلارې د تغير يوه نخښه ده که څه هم چې دا جزايي اقدامات به پخپله پر اغیزمنو په مقایسوي توګه ډېر لږ تاثير ولري.

په دې بندیزونو سره اروپايي اتحادیې د امريکا متحده ایالاتو لاره تعقيب کړه. امریکا لا تر مخه افراطي اسرائيلي ناقلينو ته متوجې بندیزونه لګولي دي.

امريکا له بندیزونو پر دې اغیزمنو شویو دا تور هم لګوي چې د اردن سيند په لوېدیځه غاړه کې د ملکي فلسطينيانو پر وړاندې په زرو زياتي کې ونډه لري.

د بندیزونو موخه د جزايي تعقيب پيلول دي

د اروپايي اتحادیې له بندیزونو څخه د اغیزمنو شويو نومونه به ډېر ژر د اروپايي اتحادیې په رسمي جريده کې خپاره شي. د ډي پي ای د معلوماتو په حواله په لومړي قدم کې څلور اشخاص او دوه سازمانونه اغیزمن دي.

د دیپلوماتانو په حواله دا بندیزونه باید د دې باعث شي چې د اسرائيل قضايي سیسټم په راتلونکي کې د ناقلينو له لوري د فلسطيني کليو او زيتونو د باغونو پر ضد د زور زياتي پر وخت د تعقيب عمل په لا ښه توګه پر مخ يوسي.

د بشري حقونو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسار فولکر ترک، په همدا تیره اونۍ کې په دغه سيمه کې وضعيت يو ځل بیا د سختې انديښنې وړ بللی وو.

نوموړي وويل چې د اردن سيند په لوېدیځه غاړه کې فلسطينيان اکثراً د سونو اسرائيلي ناقلينونو د زور زياتي ښکار کيږي. زیاته شوې چې د ناقلينو د کورنۍ د يوه ۱۴ کلن اسرائيلي د وژل کیدو په غبرګون کې څلور فلسطينيان وژل شوي چې يو ماشوم هم پکې شامل دی. 

ترک وایي: »د اشغالګر هېواد په توګه اسرائيل مکلف دی چې د امنيتي ځواکونو په مرسته فلسطينيان د ناقلينو له بریدونو او د قانون ضد زور زياتي څخه وساتي.«

هنګري ډېره موده د بندیزونو مخه نیولې وه

د ناقلينو پر وړاندې دا بندیزونه لا پخوا بايد لګول شوي وای. د هنګري حکومت چې په اروپايي اتحاديه کې د اسرائيل ډېر خواخوږی ګڼل کيږي، تيره میاشت کې یې سګنال ورکړ چې نور به د دې بندیزونو د لارې خنډ نه شي.

د اردن سيند په لوېدیځه غاړه کې د ترنګلي وضعيت يو علت دا دی چې اسرائيل د ۱۹۶۷م کال تر شپږ ورځنۍ جګړې وروسته هلته په لاس راوړل شويو سيمو کې د لانجمني مېنې ساحه پسې پراخوي.

د اسرائيل د اصلي خاورې او د اردن ترمنځ سيمه کې د ناقلينو شمیر په دې منځ کې تر نيم ميليون رسيدلی دی او که چېرې د ختيځ بيت المقدس هغه ورسره وشميرل شي نو شمیر یې څه نا څه ۷۰۰ زرو ته رسیږي.

دا ناقلين د کابو دريو میليونو فلسطينيانو په منځ کې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو هم د مېنو جوړول د سوله ایز حل د لارې د خنډ په توګه درجه بندي کړي دي ځکه د دې له وجې د دوو دولتونو د ممکنه حللارې په موخه د فلسطينيانو له پاره يوه سره شريکه سيمه نه پاتې کیږي.

د ترنګلتيا بل علت د اردن سيند د لوېدیځې غاړې په ښارونو کې د اسرائيل د پوځ چاپی دي چې پر اسرائيل یې د فلسطينيانو د بريدونو له کبله ترسره کوي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, rtr)