1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ILO: په نړیوال اقتصاد کې د مهاجرو ونډه

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۲۶, پنجشنبه

د کار نړیوال سازمان (ILO) په خپل هغه رپوټ کې چې د پنجشنې په ورځ یې خپور کړی دی لیکلي دي چې مهاجرو د نړیوال اقتصاد په برخه کې په ځانگړي توگه د خدماتو په سکتور کې مثبت رول لوبولې دی.

https://p.dw.com/p/1HPMD
انځور: Cucula/Verena Bruening

د کار نړیوال سازمان په دغه نوي رپوټ کې داسې ارقام خپاره کړي دي چې له مخې د نړیوال اقتصاد په برخه کې د کډوالو د گډون کچه ښودل شوې. د کار په ډگر کې ۱۵۰،۵ میلیونه مهاجر یا د مهاجرت ریښې درلودونکي د نړۍ د بشري ځواک یوه برخه تشکیلوي. د دوی له جملې څخه ۴۴ سلنه یې میرمنې دي. په کومو هیوادونو کې چې مهاجر موجود دي د هغو په اقتصاد کې کډوال ونډه لري.

په داسې یو وخت کې چې په سوریه کې د کورنۍ جگړې او اقتصادي بحران له امله مهاجرت پر یوې سیاسي مسالې اوښتې دی، د ILO نوی رپوټ ښایې چې په نړیواله کچه نږدې ۲۰۶،۶ میلیونه انسانان په نورو هیوادونو کې مهاجر او د عمر له پلوه د کار کولو وړتیا لري.

د دوی له جملې څخه ۷۲،۷ سلنه یا دری پر څلورمه برخه یې کار کوي چې په دې توگه د نړیوال اقتصاد په برخه کې خپل رول لوبوي. د کارځای د شرایطو او جنسي مساواتو د څارنې سازمان ILO د یوې سیمه ییزې ادارې مشره مانوئیله تومي، وایې: د ۲۰۱۳ کال دغه شمیرې به د مهاجرو او هغو ټولنو تر منځ چې دوی د هغې یوه برخه گرځیدلي دي د بحث او ډیالوگ له پاره د دوی معلومات او د عامه پوهاوې کچه لوړه کړي.

نوموړۍ زیاته کړه چې ډیري وختونه د مهاجرت اړوند موضوعاتو پر سر بحثونه له واقعیتونو څخه لیري وي. د کار نړیوال سازمان د اعداد او شمیرو پورې اړوندې ادارې مشر رافائل دیئز دی میدینا، په حواله دغه نوی رپوټ به د مهاجرو اړوند پالیسي جوړونکو ادارو له پاره د حقیقي او جامع شمیرو ترلاسه کولو په برخه کې یو نوی معیار وي، او په راتلونکو کلونو کې به د پرمختگ په حواله خبرو اترو کې خپل رول ولري.

د کار نړیوال سازمان یا ILO د اټکلونو له مخې په اوس وخت کې نږدې ۲۳۲ میلیونه انسانان په مختلفو هیوادونو کې میشت دي، خو دا معلومه نه ده چې د دوی له جملې څخه څومره یې په قانوني لارو هلته رسیدلي دي او څومره یې په غیر قانوني طریقې.

بل لور ته دغه سازمان خبردارې ورکړی دی چې په کورنو کې دننه کارکونکو خدمو او نورو اړونده برخو ته باید خاصه پاملرنه وشي. دا ځکه چې ډیرې وختونه په دې برخه کې مهاجرې میرمنې په کار مصروفه وي او دوی له تبعیضي چلند سره مخامخ کیږي.

نوموړي سازمان خبردارۍ ورکړی دی چې پر نږدې ۲۱ میلیونه انسانانو جبري کار کیږي چې د دوی ۱۱،۴ میلیونه یې ښځې او نجونې تشکیلوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب